د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

د اوبو د سرچينو په خاطر د انسانانو وينې بهېږي

د کجکي بند
د کجکي بند
ناتائید شوې راپورونه وایي، افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته، د کونړ پر سیند د برېښنا د یوه ستر بند د جوړولو په طرحې فکر کوي او د دې کار لپاره روسیې او دغه راز متحده ایالاتو لیوالتیا ښودلې ده.

پاکستان چې د کونړ د سیند اوبه ورته په اصطلاح د آب حیات مثال لرې، له دې طرحې څخه سخت وارخطا شوی او له تېرکال راهیسي یي په کنړ باندې د راکټونو باران جوړ کړی دی.

افغانستان د هلمند د سیند له اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره په فراه ولایت کې د بخش آباد او په هرات ولایت کې د سلما د بند پروژې هم تر لاس لاندې نیولې وې چې دا مهمې پروژې د ایران د لاس وهنو او تخریبي فعالیتونو له امله تر اوسه ندې بشپړې شوې.

پوښتنه دلته چې آیا په افغانستان کې د کفر او اسلام جګړه ده او که د اوبو او منابعو په سر د بي ګناه انسانانو وینې توئیږي؟


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:46:38 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:44:53 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG