د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

ولې خلک د افغانستان په اړه خبرې نه کوي؟


فارین پالیسې خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د کوټې د شوری د فعالیتونو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکي:

د کوټې شوری نه یوازې په افغانستان کې د وسله والو د فعالیتونو څرګندوي ده، بلکه دا شوری د پاکستان د بې ثباتۍ مظهر هم ده.

فارین پالیسي خپرونه لیکي: د کوټې شوری په ښکاره د پاکستان په سترو ښارونو کې چندې ټولوې او د کوټې بلوڅان د هغو لاریو سوځولو ته هڅوې چې په افغانستان کې دېره ناتو ځواکونو ته مواد لیږدوي.

خپرونه زیاتوي، د بلوچستان خلکو څو کاله وړاندې ویل، چې د کوټې شوری له دوي څخه یوازې غواړي چې د امریکایي ځواکونو پر ضد وجنګیږي، خو دا مهال موضوع بدله شوې او شوری له خلکو غواړې چې یوازې د امریکایانو پر ضد نه، بلکه د پاکستان پر ضد هم باید وجنګیږي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي: که څه هم چې په پاکستان کې خبري رسنیو تر ډېره حده د پاکستان په چارو کې د امریکا مداخلو ته پام اړولي، د کوټې شوری مداخلو او د پاکستان له ملي حاکمیت څخه د هغوي سرغړونو ته زیات پام نه کوي.

خپرونه لیکي: د ټولو نظر پوښتنو په خلاف چې وایي، په سلو کې ۷۵ پاکستانیان د امریکا پر ضد دي، بلوچستان داسې ځای دی چې له امریکا سره د خلکو مخالفت په کې کم دی، خلک یي د طالبانو سخت مخالف دي او د متحده ایالاتو مرستې ته سترګې په لار دي.

د خپرونې په باور، د بلوڅانو د نارضایتۍ دلیل دا دی چې له یوې خوا په ټولنه کې فویډالې سیستم حاکم دی چې تر ډېره حده بلوڅان د نورو ایالاتونو د سردارانو له خوا اداره کیږي او بله دا چې د کوټې شوری ورباندې حاکمه شوې ده.

فارین پالیسي لیکي: د پاکستان پوځ چې د کوټې شوری حضور په رسمي ډول ردوي، په حقیقت کې پوځ د کوټې شوری په حضور او دغه راز په افغانستان او پاکستان کې د هغوي په ونډې او فعالیت خبر دی.

د پاکستان په پوځ کې د زیات شمېر پښتنو د موجودیت او په سېمه کې د کورنیو شخړو له وجې د پوځ لاسونه تړلې دې.

فارین پالیسي خپرونې په یوې بلې مقالې کې تر دی سرلیک لاندې : ولې خلک د افغانستان په اړه خبرې نه کوي؟ لیکلي، د افغانستان جګړه مو په یاد ده چې د ښې جګړې په نامه د ستمپر د ۱۱ مي تروریستې حملو وروسته پیل شوه او په څو دلایلو په حقه جګړه بلل شوې وه.

لومړی دا چې: د تروریستانو مخه باید ونیوله شي چې له امنو ځایونو څخه بیا په متحده ایالاتو حملې و نکړي، دوهم دلیل د افغان میرمنو او انجونو ازادول وو او دریم یي په یوې قبایلې وروسته پاتې ټولنې کې د ډموکراسۍ او د قانون د حاکمیت رامنځ ته کول او بل دلیل یي د امریکا د اعتبار ساتل په ګوته شوې وو.

د فارین پالیسي د مقالې لیکوال د نیویارکر مجلې د لیکوال ډیګسټر فیلکین د خبردارۍ یادونه کوي چې وایي، په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د زیاتو لګښتونو اوږد مهاله هلې ځلې ممکن ناکامه شي.

د فیلکین په باور، داسې کومې نښې نښانې نه تر سترګو کیږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې په دې هېواد کې یو فعال حکومت تر شا پاته شي.

د مقالې د لیکوال په وینا، جمهور رئیس بارک اوباما او د جمهوریت غوښتونکې ګوند کاندید میت رامنې یو هم په خپلو انتخاباتې کمپاینونو کې د افغانستان په اړه څه ندې ویلي.

امکان لري چې دوي د افغانستان په اړه د نظرونو د اختلاف له وجې ځانونه غلې کړې وې، خو له دې دوو کسانو څخه چې هر یو د جمهوري ریاست په څوکۍ وټاکل شي له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته به د دې هېواد په اړه زیاتې خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG