د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

"د ایسا پر مشر لګول شوي تورونه بې اساسه ثابت شول"


 افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند وحید الله غازي خېل
افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند وحید الله غازي خېل
د ایسا یا په افغانستان کې د پانګې اچونې د ملاتړې ادارې د وروستي کړکېچ د څیړلو کمیسیون وایي، د دې ادارې په مشر لګیدلي تورونه بې اساسه ثابت شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزیر ډاکتر انوارالحق احدي د ټاکل شوي کمیسیون غړی و.

د ده ویاند وحیداله غازي خېل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛د ایسا د ادارې پر مشر لګیدلي تورونه له څیړلو وروسته بې بنیاده وګڼل شول:

"د ایسا د کړکېچ د څیړلو لپاره چې کوم پلاوی ټاکل شوی و، د اوو تنو استعفا کوونکو دلالیل یې وڅیړل، پلاوي له څیړلو وروسته ومونده، چې په هغه اداره کې فساد او داسې نور غیرقانوني کړنې نه دي شوي او کومې مقررې چې په کې شوي هم د ازاد رقابت له لارې شوي او هم له رقابت نه پرته شوي، چې دا ډول مقررې د ایسا د تیر مشر په وخت کې هم شوې دي. "

څه باندې میاشت مخکې د ایسا د ادارې اووه تنو مهمو کارکوونکو د دې له امله چې د ایسا نوی ريیس وفیع اله افتخار، وړ کدر نه دی او همدارنګه یې په لږه موده کې یولړ غیرقانوني ټاکنې هم کړي دي.

دوی له همدې امله په ډله ییزه توګه له خپلو دندو استعفا ورکړې او له جمهور ريیس نه یې وغوښتل؛ چې د دې ادارې د کړکېچ اوارۍ ته دې اقدام وکړي.

جمهورريیس کرزي د مسالی څیړلو ته دعدلي، اقتصاد او سوداګري او صنایعو وزیران، د فساد پر ضد د اداري او لویې څارنوالۍ مرستیالان د یوکمیسیون په توګه وګمارل؛ څو د ایسا د اوو کارکوونکو د استعفا دلالیل وڅیړي.

روح اله احمدزی، غلام رباني منصور، بریالی ملیار، عمر جویا، سلیمان اکبري، میرتوفیق انصاري او عبدالغفار رسین د دې ادارې هغه مهم کارکوونکي دي، چې په ډله يیزه توګه یې استعفا کړې وې.

ازادي راډیوهڅه وکړه، چې د مسالې په هکله د استعفا کوونکي نظر ولري خو تلفونونو ته یې ځواب ونه ویل شو.

ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره په کال یوزرو درې سوه یو اتیایم کال کې جوړه شوه.

راپورونه وایي، دې ادارې د خپل کار په موده کې شاوخوا نهه میلیارده ډالره کورني او بهرني پانګې جلب کړي دي.

کارپوهان وایي، د هېواد د اقتصاد پراختیا تر ډېره ځایه همدې ادارې پوړې تړلې او په کار ده؛ چې د دې ادارې ټول فعالیتونه شفاف او هرډول حساب ورکونې ته چمتو وي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG