د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

د اګست ١٢ مه د ځوانانو نړيواله ورځ ده


د ځوانانو نړیواله ورځ هر کال د اګست په ۱۲ نیټه د نړۍ د ځوانانو د لاس ته راوړنو او د ټولنو په پياوړتیا کې برخه اخيستلو ته د دوی د هڅولو په موخه لمانځل کیږي. د ملګرو ملتونو له معیار سره سم ځوانان هغه کسان دي، چې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ عمر لري.

د ځوانانو د نړیوالې ورځې مفکوره په ۱۹۹۱ کال کې د هغو ځوانانو لخوا وړاندې شوه، چې د (اطریش) په پایتخت (ویانا) کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو په لومړۍ جرګه کې سره راټول شوي وو، دا ورځ په ۱۹۹۹ کې تايئد او په ۲۰۰۰ میلادي کال د لومړي ځل لپاره ولمانځل شوه، چې تر دې دمه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې لمانځل کیږي.

ځوانان څوک د يوې ټولنې د ملا تیر بولي، څوک یې پر انرجي بولي او دا خبره هم د منلو وړ ده، چې د نړۍ د نفوس لویه برخه هم ځوانان جوړوي. خو د نړۍ همدغه قشر بیا له ډيرو ستونځو سره هم مخ دی. موږ د نړۍ د ځوانانو نه بلکې د افغانو ځوانانو ستونځو په اړه يوه سروې کړې، د مرکز په ګډون مو د هیواد څه د پاسه ۲۰ ولایتونو ځوانان پوښتلي،چې د دوی په نظر د ځوانانو تر ټولو لویې درې ستونځې کومې دي. هر یوه پخپل نظر د افغان ځوانانو لومړۍ، دوهمه او دریمه ستونځه راوښوده. وروسته له اوریدو موږ په دریو کيټوګوریو د دوی ستونځې وويشلې، چې د فیصدۍ په لحاظ مو لومړۍ، دوهمه او دریمه درجه وټاکلې، هغه ستونځه چې زموږ د سروې له مخې او د ځوانانو نظرونو ته په کتو سره تر ټولو ستونځو لویه ګڼل شوې، بې کاري ده.

که امنیت نه وي، د یوې پيښې ډار وي، د مرګ او ژوبلې ډار وي، نو مالومه خبره ده، چې فکر به ناارامه وي او سړی به تر ذهني فشار لاندې وي، چې په داسې حالات کې نه په ښه زړه زده کړه څوک کولی شي او نه هم کار او کسب کولی شي، نو هغه څه وايي، چې یا له کاره توبه یا له ژونده، نو که له کاره توبه وویستل شي، ژوند هم مشکلیږي. یو شاعر هم ځکه وايي، چې ژوند ته وګوره، ژوند څه دی، همه کار دی، همه کار...

وړاندې مو د ناامنۍ خبره وکړه، ځینو ځوانانو د ناامنۍ ستونځه هم د دغو دریو لویو ستونځو په دوهم صف کې ورګډه کړې ده، چې ترې ځوریږي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې د پخوا په پرتله د پوهنې او روزنې بهیر چټک شوی، د دولتي، غیر دولتي ښوونځيو او پوهنتونو شمیر ډير شوی، خو بیا هم ځوانان د زده کړو ستونځه یوه بله مهمه او لویه ستونځه بولي، که یو خوا په ځينو ولایتونو کې د ښوونځيو د تړلو او ځينو نورو ستونځو له کبله ماشومان، تنکي ځوانان او ځوانان له زده کړو بې برخې دي، نو بلخوا لوړو زده کړو ته نه لاس رسي هم دا ستونځه ډيره کړې ده.

بې کاري، ناامني او زده کړو ته نه لاس رسۍ خو د افغاني ځوانانو هغه لویې ستونځې دي، چې دوی یې تر هرې بلې ستونځې مهمې بولي او د له منځه تلو غوښتنه یې کوي، خو ګڼې نورې ستونځې هم ځوانانو پخپلو خبرو کې یادې کړي دي، لکه د ولور ستونځه، اقتصادي ستونځې، پر نشه یي توکو د ځوانانو روږدي کیدل، له نوې ټيکنالوژۍ سره د بریښنا د نیشتوالي له کبله نا بلدتیا او ځينې نورې...

زموږ دې کړې سروې ته په کتو سره چې موږ په کابل او د زموږ د ولایتي راپورټرانو په همکارۍ مو ترسره کړې، څرګندیږي چې شاوخوا ۸۰ سلنه ځوانانو چې له کومې تر ټولو لویې ستونځې شکایت درلود هغه بېکاري ده او له سلنې د پاتې نورو ستونځو کچه له یوې تر بلې پسې کميږي. خو.

تاسې هم د دې خبرې شاهدان یئ، چې ورځ تر بلې د ځوانانو ټولنې جوړيږي، د چارواکو لخوا د ځوانانو د ستونځو د هواري خبرې کیږي، د اطلاعات و کلتور وزارت د ځوانانو معينت لخوا هم ژمنې کیږي، چې د ځوانانو د حالت د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي او کړي یې دي، خو بیا هم ځوانان له ستونځو خلاصۍ نه مومي او آن په بیلا بیلو نومونو وژل کیږي هم.

په دې هیله، چې د افغان ځوانان له هره پلوه یوه سوکاله او ارامه فضا په نصيب شي او خپلو هیلو ته ورسيږي.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:25 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
XS
SM
MD
LG