جمهور رئیس کرزي د ادارې فساد د له منځه وړلو لپاره ادارې او موسسې جوړې کړې، خو د کارونو عملينتیجې یي تر اوسه ملت ته نه دي ښکاره شوي.
افغانان د دولت پر روانو هلو ځلو یا اقداماتوزیات باور نه لري او وایي، جمهور رئیس باید په فساد کې ښکېل چارواکي له واکه لیرې کړي او کنه نو د ولس استازي به دا کار وکړي.
یو شمېر افغانان دا هم وایي، د افغانستان د دولت زیات شمېر جګپوړې چارواکي له بهر نه پر دوى واکمنان شوي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د ادارې فساد په له منځه وړلو او د امنیت په ټینګښت کې باید له افغانانو سره صادقانه مرسته وکړي.
دا چې په افغانستان کې بدلونونه، اصلاحات او پاککاري باید له کوم ځایه او څنګه پیل شي؟ دا به له درنو مېلمنو او تاسو دوستانو نه واورو:
د کابل په سټډیو کې رابللي مېلمانه دي:
۱ – په سیاسي مسلو کې د نظر خاوند ښاغلی داود سلطانزوى
۲ - د ملي يتلاف ویاند ښاغلی فضل الرحمن اوریا
۳ - د سیاسي مسئو کارپوه ښاغلی ډاکټر ادریس رحماني