د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

"د مذهبي ازادیو په وړاندې په پرتو خنډونو انتقاد شوی"


افغانستان او پاکستان هم د هغې ډلې څخه دي چې په دې راپور کې پرې د مذهبي ازادۍ د کمزورې دفاع له کبله انتقاد شوی
افغانستان او پاکستان هم د هغې ډلې څخه دي چې په دې راپور کې پرې د مذهبي ازادۍ د کمزورې دفاع له کبله انتقاد شوی
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت راپور وايي، چې په افغانستان کې محکمې اسلامي شریعت داسې تعبیروي چې له مخې یې غیرو مسلمانانو ته د خپلو عقایدو د پر ځای کولو له کبله سزا ورکول کېږي.

په راپور کې همدارنګه پر پاکستان هم انتقاد شوی دی، چې د هغو کسانو لپاره یې د مرګ سزا ټاکلې چې مقدساتو ته په سپکاوی تورنیږي.

راپور زیاتوي په پاکستان کې پر نورو مذهبي اقلیتونو او ان پرمنځ لارو مسلمانانو هم بریدونه کېږي او چارواکو تر اوسه په دې برخه کې د مجرمانو د موندلو لپاره په ندرت څېړنې کړې دي.

له دې جملې څخه د دوشنبې د ورځې په خپور شوي راپور کې مقدساتو ته د سپکاوي او بدویلو قوانین په ځانګړې توګه په ګوته شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان یادونه هم کړې ده، چې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوی د جرم لپاره یې اوږده سزا او دورې ټاکلي دي.

په دې راپور کې چې په ۲۰۱۱ م کې کال په کې په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ وضیعت ته کتنه شوې، د تاوتریخوالي څخه د ډکې سخت دریځۍ پر ضد د حکومتونو هڅې هم ارزول شوي دي.

په راپور کې بحریني، روسي او نایجریايي چارواکي پر دې ملامته شوي چې ډیر کله تروریزم له سوله ایزې مذهبي کړنو څخه نه بیلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې راپور کې پر چین هم انتقاد شوی دی چې د شینګ یانګ په ایالت کې د ایغور مسلمانانو زپني ته دوام ورکوي.

په راپور کې زیاته شوی، چې چینايي چارواکو په ۲۰۱۱ کال کې د تیبیت په سیمه کې هم د مذهبي روایاتو په پرځای کولو بندیزونه لګولي وو.

د شمالي کوریا په اړه دا راپور وايي، چې مذهبي ازادۍ ته هیڅ اجازه نه ورکوي.

په مصر کې هم دې راپور پر مذهبي اقلیتونو د تیر کال بریدونو ته اشاره کړې او د دې هېواد له نوي ولسمشر څخه یې غوښتي دي چې مذهبي اقلیتونو ته دې په حکومت کې د ځای ورکولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړی.

ایران، هنګري، اندونیزیا او یو شمېر نور هېوادونه هم د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوی چې مذهبي ازادي په کې محدوده ده.
XS
SM
MD
LG