د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ په دولت کې د اصلاحاتو او د فساد د مخنیوي لپاره ټولو دولتي ادارو ته یو فرمان صادر کړ.
ښاغلي کرزي د توکیو په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې ته د شپاړس ملیارد ډالري مرستې په بدل کې ژمنه ورکړې وه چې په خپل هیواد کې به د فساد مخه نیسي.
په فرمان کې، چې ۳۳ برخې او ۱۶۴ مادې لري، ویل شوي، هماغه راز چې ولسمشر د توکیو له کنفرانس وروسته په ولسي جرګه کې درې ګونو قواوو ته په خپله وینا کې ژمنه کړې وه نور به له فساد سره د مبارزې په برخه کې له مصلحته کار وانخلي او په جدیت به ورسره مبارزه وکړي.
د ولسمشر کرزي فرمان ټولو دولتي ادارو او اورګانونو ته مسوولیت سپارلی چې د حکومتدارۍ، له فساد سره د مقابلې، د قانون د واکمنۍ او پر ځان د بسیاینې لپاره منظم اقدامات وکړي.
فرمان بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلي او د هغوی د مسوولیتونو د پوره کېدو لپاره یې وخت ټاکلی دی.
په فرمان کې ویل شوي چې وزارتونه باید څرنګه بودجه مصرف کړي، قضايي پروسه ساده او اسانه شي، په پارلمان کې د قوانینو د تصویب کار چټک شي، وزیران باید ولایتونو ته سفرونه وکړي او موازي ادارې ختمې شي.
کرزي پر سترې محکمې ږغ وکړ چې د اداري فساد او د مځکو د غضب ټولې دوسیې په شپږو میاشتو کې دننه بشپړې کړي.
ولسمشر کرزي همداراز ویلي:«د حکومت جګپوړي چارواکي باید د جنایتکارانو، د قانون ماتوونکو او فاسدو مقاماتو ، د هغوی چوکۍ یا واک ته له پامه پرته، له ملاتړه لاس واخلي.
په فرمان کې لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې چې د یوې میاشتې په لړ کې په توقیف ځایونو کې د ټولو بندیانو قضیې د څارنوالیو له خوا وڅېړي، له مادي دلایلو پرته دې د توقیفولو مخه ونیول شي او په توقیف ځایونو کې د بندي شویو کسانو بشپړ لیست دې د تور له توضیح سره یو ځای برابر او عدلي او قضايي کمېټې ته وړاندې شي.
موږ په ننني تر شنه اسمان لاندې پروګرام کې په دې خبرې کوو چې د ښاغلي کرزي دا فرمان څومره عملي دی.
زموږ مېلمانه دي:
د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله منلی
د حق او عدالت ګوند د مشرتابه پلاوي غړی او ویاند حمید الله فاروقي
او د افغانستان د ملي ايتلاف ویندوی فضل الرحمن اوریا