کله کله یو ښه شعر، يوه ښه سندره او یو خوږ بوی د انسان احساسات راپاروي او خوند ترې اخلي، همدا راز ځينې ځوانان له موټر، بای سيکل او د موټرسيکل له چلولو هم خوند اخلي، ځينې شوخ ځوانان یې له تیز رفتارۍ او ځینې یې هم چې کله پر سړک کوږ ووږ لکه د مار غوندې چلوي مزه ورکوي، خو کله کله دا شوخۍ د مرګ ژوبلې سبب هم کيږي.
د هر چا ذوق سره توپير لري، چا ته به د موټر چلول خوند ورکوي، د چا به د بای سيکل چلول خوښيږي او څوک به بیا د موټر سیکل له ځغلولو خوند اخلي. خو خبره دا ده، چې که د چلولو په وخت یې له احتیاطه کار وانه خيستل شي، که موټر وي، که بای سيکل وي او که موټر سیکل ښايي د یو چا روغ ځان مات او ګوډ کړي. ځيني ځوانان د موټر سیکل چلولو پر مهال احتیاط نه کوي، د موټر سیکل ځانګړې خولۍ، عینکې او ځينې نور توکي نه کاروي.
په ننۍ خپرونه کې له ځوان هارمونیه غږوونکي او سندرغاړي اقوت ځاځي سره مرکه لرو او په دې هم غږیږو چې ځينې ځوانان ولې د موټرسیکل چلولو پر مهال له احتیاطه کار نه اخلي او له پيښو سره مخ کيږي.
د ځوانانو لپاره دا ځانګړې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.