د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د جوګيانو ژوند او کار


په دې خپرونه د جوګي ښځو په ژوند، کار او ستونزو خبرو کوو.

اکثره جوګیان وایي چې یو نیم دوه سوه کاله مخکې له بخارا څخه افغانستان ته راغلي، ځای ځایګی نه لري او په خیمو کې اوسي.

دوی وایي چې په افغانستان کې د دوی اصلي میشت ځای شمالي او شمال شرقي ولایتونه دي خو اوس د کار د نشتوالي له امله د افغانستان په ګڼوسیمو کې خپاره شوي دي.

په کابل کې دوی د خیر خانې، دیوانبیګي او داسې نورو لرې پرتو سیمو کې له زړو ټوټو کېږدۍ درولي او یا یې کوډلې جوړې کړی او ژوند پکې کوي.

جوګیان پنځه قبیلې دي چې د بلخي، کولابي، قطغني، سګ باز او حلوا خور په نامه یادېږي.

د جوګي قوم کابو ټول نارینه کار نه کوي او زیادتره د اسونو په ساتنه، بودنه بازۍ، د بودنو د نیولو لپاره د تور په اوبدنه او داسې نورو شوقًي کارونو لګیا دي. دود دا دی چې ښځې یې کار کوي او ډوډۍ پیدا کوي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:24 0:00
مستقیم لېنک


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.
XS
SM
MD
LG