د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

بوجار نیشاني د البانیا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه


د البانیا د کورنیو چارو پخواني محافظه کاره وزیر بوجار نیشاني
د البانیا د کورنیو چارو پخواني محافظه کاره وزیر بوجار نیشاني
د البانیا د کورنیو چارو پخواني محافظه کاره وزیر بوجار نیشاني پرون د دې هېواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه کړه.

نوموړي چې د صدراعظم سالي بیرشا نژدې متحد دی تیره میاشت د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د البانیا د ولسمشر په توګه منتخب شو.

په دغو انتخاباتو کې د حکومت مخالف سوسیالست ګوند برخه نه وه اخیستې.

۴۵ نیشاني ژمنه کړې، چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره به سیاسي او قانوني اصلاحاتو ته به دوام ورکړي.

دا په ۱۹۹۱ کال د کمونیزم له ماتیدو وروسته د بالکان د دغه وړوکي هېواد شپوم ولسمشر دی.
XS
SM
MD
LG