د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۳

د فساد او اختلاس په اړه د افغان حکومت او د نړېوالو اندېښنې


فساد او اختلاس هغه دوه مهمې مسلې دي، چې هم یې د افغان حکومت او هم یې د نړېوالو مرسته کونکو اندیښنې راپارولي دي.

د توکېو په کنفرانس کې نړېوالو مرسته کونکو له افغانستان څخه وغوښتل، چې حکومت باید د شپاړلس میلیاردو ډالرو مرستې په بدل کې د اداري فساد پرضد سخته مبارزه وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي بیا په خپل وار نړېواله ټولنه په دې تورنه کړه چې د لویو پروژو قراردادونه هغو کسانو سره کوي، چې د حکومت له لوړ رتبه مقاماتو سره اړیکه لري.

د افغان حکومت یو مقام چې نه دې غوښتې خپل نوم څرګند کړي رویترز خبري اژانس ته ویلي، موږ له افغانستان څخه د باندې له اداري فساد سره د مبارزې په ترڅ کې د امریکا او بریتانیا له سفارتونو او همدا شان د ناټو له مقاماتو غوښتي څو د هغو قراردادیانو نومونه مونږ ته راکړي چې د حکومت له لوړ رتبه مقاماتو سره اړیکه لري.

هغه ویلي موږ په نظر کې لرو، چې په هره سویه هم دننه په حکومت کې او هم ترې دباندې له فساد سره مبارزه وکړو.

د ترانسپرانسي انترانشل یا د شفافیت د نړېوالې اداری د راپور له مخې چې مرکز یې په برلین کې دی افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې فساد په کې په پراخه بڼه شته.

ویل کېږي، د هغو میلیاردونو ډالرو څخه چې د افغانستان د بیا رغونې د پروژو لپاره مرسته شوې د هغې یوه برخه هغو کسانو پورې اړه لري چې د ولسمشر کرزي له کورنۍ سره یې اړیکې دی او دې مسلې په خلکو کې د ولسمشر کرزي محببوبیت ته زیان رسولی.

د یوه افغان مقام په وینا په قردادنو کې ډیر ځله د افغان مقاماتو له نوم څخه ناوړه ګټه اخستل کېږي . افغان ولسمشر تیره میاشت د توکېو له غونډې مخکې د پارلمان په غونډه کې وویل، په افغانستان کې فساد خپل اوج ته رسیدلی او پکار دی چې د مخنیوي لپاره یې کوټلي یا موثر ګامونه پورته شي.

ولسمشر کرزي په حکومتي ادارو کې په بېلابېلو سطحو د اصلاحاتو ژمنه وکړه، چې د نړېوالې ټولنې له خوا یې هرکلۍ وشو.

د افغان ولسمشر ویاند ایمیل فیضي وویل، د اداري اصلاحاتو په اړه به د ولسمشر کرزي امر ډیر ژر لاسلیک او رسمي بڼه غوره کړي، خو هغه دا راپورونه رد کړل چې ګواکې د کابیني یو شمېر وزیران او والیان به د اداري فساد له امله لري شي.

فیضی وویل، هر وزارت ته به ځانګړې دنده او پروګرام سپارل کېږي څو د هغې په اساس په خپلو ادارو کې د فساد مخه ونیسي او اصلاحات راولي.
XS
SM
MD
LG