د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

دا ځل د خوست ولايت ستونزې او لاسته راوړنې


دا ځل خوست ولايت ته ورځو چې له پاکستان سره تر ١٨٠ کيلومترو زياته پوله لري. څنګ ته يې پکتيا او پکتيکا ولايتونه پراته دي. د دې ولايت د اوسېدونکو شمېر يو مليونو ته رسېږي.

خوست ولايت ١٢ ولسوالۍ او درې اداري واحدونه لري، چې په دې ډول دي: باك، ګربز، ځاځي ميدان، متون، مندوزى موسى خېل، نادرشاه كوټ، قلندر، سبرۍ (يعقوبي)، شمل، تڼۍ، سپېره، تېريزي (عليشېر)، دوه منده، لكڼ

په وروستيو کې د شيخ زايد پوهنتون تر څنګ ٣ نورو خصوصي پوهنتونو هم په کې فعاليت پيل کړى دى.

په خوست ولايت کې ١٦ خصوصي لېسې هم فعالې دي چې په زرګونو زده کوونکي لري.

که څه هم ولايت په ولايت کې پروګرام کې مو مخکې د خوست ولايت پر پرمختګونو او ستونزو خبرې کړي، خو د دې ولايت اوسېدونکي غوښتنه لري، چې ستونزې يې زياتې دي او بايد بيا بيا چانس ورکړل شي.

د نن ورځې په پروګرام کې مو د خوست د ولايتي شورا مشر داودشاه متين زوى د ټليفون له لارې مېلمه دى او د اورېدونکو پوښتنې به هم راواخلو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:22:34 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG