د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ناوې ته د جهيز ورکړه


جهیز د نوي ژوند د پیل لپاره د ضروري وسایلو، پیسو، سرو زرو یا جایداد برابرولو ته وایي چې معمولا له واده وروسته په اوومه یا تخت جمعۍ کې یې پلارګنۍ له خپلې وسې او توان سره سم لور ته د سوغات په بڼه ورکوي.
ناوې ته د جهیز ورکړه ډېر پخوانی دود پاتې شوی خو نن سبا لکه څنګه چې د کوژدې واده نور دودونه درانه او ملاماتونکي شوي دغسې د جهیز د ورکړې دود هم ناوړه بڼه غوره کړې او ښځو او د هغوۍ کورنیو ته یې لوی سر خوږی پیدا کړی.

پخوا جهیز کې یوازې څو جوړه جامې یوه بستره، کردار چې نجونو به په خپل لاس کاوه او څه نا څه د سپینو زرو ګاڼه وه خو اوس دغه څه ډېر زیات شوي.

پخوا به نجونو له پېغلتوبه د جهیز لپاره کردار کاوه یعنې ځينې ټټرونه، دسمالونه، بوخڅۍ او داسې نور شیان به یې خامک کول چې تر اوسه هم په لرې پرتو سیمو کې دا کار کېږي خو په ښارونو کې یوازې د دغو شیانو جوړولو لپاره د نجلۍ کورنۍ زیاتې پیسې لګوي.

کله نا کله د هلک کورنۍ له ناوې داسې تمه لري چې داسې کور ځان سره راوړي چې تر اوسه چا نه وي راوړی او که داسې نه وي نو ناوې ته پیغورونه ورکوي او حتی خبر تاوتریخوالي پورې رسي.

په افغانستان کې ډېر خلک بېوزله دي چې ان یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران وي د خور لور جهیز او جوړه خو پر ځای پرېږده، خو ځینې وخت همداسې کورنۍ هم د دې لپاره چې خور لور یې له تاوتریخوالي او پېغورونو سره مخ نه شي پور ته غاړه ږدي او لور ته جهیز برابروي.
د کندهار اوسېدونکې لیمه چې څه موده مخکې واده شوی وایي له دې وېرې چې څوک پېغور ورنه کړي یا خبرې ونه کړي هڅه یې کړې چې ښه جهیز جوړه برابره کړي .

ځینې کورنۍ د خپلو شتو ننداره خور لور ته د زیات جهیز په جوړولو ښیي او په دې ډول نورې نجونې او ښخې چې بېوزله دي تحقیروي، یا ځينې خلک خپلو نږندو ته د جهیز د زیاتوالي او کموالي په تناسب درناوی کوي

ځينې کورنۍ د جهیز د جوړولو لپاره د هلک له کورنۍ پیسې اخلي چې دې ته دو طرفه جهیز وایي او لور ته جوړه جامه پرې برابروي او له خپلو سره بېځایه سیالي کوي.
د کابل اوسېدونکې برېښنا وایي چې دا هم دهلک په کورنۍ چې د واده او کوژدې درانده لګښتونه هم ورلغاړې وي لوی بار دی.

برېښنا له توانه پورته جهیز برابرولو ته د نجونو د کورنۍ مجبورول یا د سیالۍ لپاره داسې جهیز برابرول چې ځينې وسایل یې ښایي د ژوند تر پایه په کار نشي اصراف بولي .

د افغانستان د علومو اکاډيمي د اسلامي علومو د برخې علمي غړی نصیر احمد نور بخش جهیز د پلار ګنۍ لخوا لور ته یو سوغات او هبه ګڼي او د دې سوغات په لږ او ډېروالي له ناوې سره بد سلوک او پېغور د اسلام له نظره ناوړه او ناروا عمل بولي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:58 0:00
مستقیم لېنک

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.
XS
SM
MD
LG