پر دوو موضوعاتو بحث کوو.په دې لومړي ساعت کې د توکیو د کنفرانس په درشل کې د افغانستان لپاره پر دې مهم کنفرانس خبرې کوو. دوهم ساعت مو د غزني پاڅون ته ځانګړی کړی دی. د دغه پاڅون یو ویاند مو دعوت کړی دی.
سبا د جاپان په توکیو کې د شاوخوا اویا هیوادونو او نړیوالو موسسو د استازو په ګډون له افغانستان سره د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د مالي مرستو کنفرانس جوړېږي.
د افغانستان حکومت هیله لري چې مرستندوی هیوادونه به له ۲۰۱۵ وروسته د انتقال د پړاو په لومړیو درو کلونو کې د کال څلور ملیارد ډالره مرسته وکړي څو د اقتصادي پرمختګ لور ته د افغانستان روان حرکت دوام وکړي.
نړیواله ټولنه له افغانستانه کلک تضمین غواړي چې د دوی د مالیه ورکوونکو پیسې به په افغانستان کې نه حیف و میل کېږي.
ویل شوي چې ممکن نړیواله ټولنه له ۲۰۱۴ وروسته د لسو کلونو لپاره له افغانستان سره ټولټال پنځلس ملیارد ډالره مرسته وکړي . دا پیسې به پر هغو کالنیو څلور ملیارده او سل ملیون ډالرو جلا وي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان دامنیتي ځواکونو د تمویل لپاره منلي دي.
ایا افغانستان به د اداري فساد د مخنیوي، د حکومتدارۍ او د مالي ادارې د ښه کولو، د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې نړیوالې ټولنې ته داسي تضمین ورکړای شي چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرستې جاري وساتي؟
په دې بحث کې زموږ مېلمانه دي:
د افغانستان د اقتصاد پخوانی وزیر ډاکتر میر محمد امین فرهنګ
د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د نړیوالو اړیکو د کمېټې رييس اذرخش حافظي
دغه راز به په جاپان کې د افغانستان سفیر ډاکتر محمد امین فاطمي هم د څو شېبو لپاره د ټېلفون له لارې راسره وي.
د غزني د پاڅون په برخه کې به د دغه پاڅون یو ویندوی عبیدالله پاڅون
او دغه راز د غزني والي زموږ مېلمانه وي.