د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۰

د ځوانانو ټولنې او جرګې

څه موده وړاندې په کابل کې د ځوانانو یوې مدني ټولنې د خپل موجودیت اعلان وکړ، تر دې څو ورځې مخکې په همدغه کابل کې د ګڼ شمېر ځوانانو له خوا د ځوانانو د هم غږی جرګه هم وشوه، له ورځې تر بلې د ځوانانو دغسې ټولنې او جرګې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې جوړيږي، خو یو شمېر ځوانان ویره لري، چې په ځینو ټولنو کې له دوي د سیاسي موخو لپاره ګټه اخيستل کيږي.

څه وايي، چې منزل د ټولو یو دی، خو سفر جدا جدا، که د ځوانانو مدني ټولنه ده او که د ځوانانو د همغږۍ جرګه او که د ځوانانو ځینې نورې ټولنې، غواړي د ځوانانو لپاره کار وکړي او له ځوانانو معينيت څخه دا تمه کيږي، چې د هېواد ځوانان سره همغږي کړي او کار ورته وکړي.

خو ماریا توتا خیله، چې د ځوانانو د همغږۍ جرګې مشره ده وايي، چې د ځوانانو معينيت د افغانو ځوانانو تر منځ د بې اتفاقۍ د اچولو لپاره په لوی لاس د دې جرګې پر ضد د ځوانانو مدني ټولنه جوړه کړې.

د ځوانانو د مدني ټولنې د شپږ کسيزه ډلې غړی عبدالقدوس اسدي بیا د ځوانانو د همغږۍ جرګې ته د شک په سترګه ګوري، دی که یواخوا وايي، چې د ځوانانو معينت د دوی رهبري نه بلکې یوازې دوی حمایه کوي نو بل خوا بیا وايي چې تر شا یې دولتي ملاتړ کوونکي هم شته.

سید مصطفی سعيدي هم د ماریا توتاخیلې ادعا ردوي او وايي، چې د ځوانانو معينيت له هغو ټولنو یا جرګو سره هيڅ ډول مرسته نشي کولی چې د دوي له نظره د ملي یو والي او د دولت پر ضد وي.

عطاالله حیران د ځوانانو د همغږۍ جرګې غړی دی، دی د ځوانانو معينت په دې خبره پړ بولي، چې یوه لویه اداره ده، خو د ځوانانو لپآره یې هغومره څه ندي کړي، لکه د ځوانانو ځینو وړو وړو ټولنو چې کړي او زیاتوي چې د ځوانانو معينيت چارواکي يوازې د ځان ښودنې او د ځینو سیاسي موخو لپآره غونډې جوړوي او ځوانان سره راټولوي ، دی دا هم وايي چې که چیرې موږ د دولت ضد وای، نو اوس به وسله په لاس غرونو ته ختلي وای.حیران همدا راز وايي چې ځوان که باسواده دی او که بې سواده ځوان دی، خو د ځوانانو معينيت بې سواده ځوانانو ته په غونډو کې ونډه نه ورکوي.

خو سيدمصطفی سعيدي وايي، چې موږ د غونډو د کيميت په پرتله کيفيت ته ارزښت ورکوو او نه غواړو چې يوازې د ځوانانو د شمیر په ډیروالي بسنه وکړو او دا هم وايي چې د بې سواده ځوانانو لپاره هم ګڼ کارونه لري.

وايي پخوا په کوم ځنګل کې دوه ماران وو، چې د یوه سل سرونه او یوه لکۍ وه او د بل سر لکۍ خو یو سر و، ځنګل اور اخيستی و، چې سل سرونه یې لرل، د هغه مار یوه سر یو خوا او بل سر بلخوا زور کاوه، ځکه پکې وسوځيده، خو چې سل لکۍ او یو سر یې و، بسر یوه لاره یې ونيوه او له ځنګه ووت، عبدالرحمن منګل د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصل هم د ځوانانو تر منځ نه همغږی ته اشاره کوي، پخوا یې د ځوانانو د ځینو ټولنو غړیتوب درلود او د ځوانانو معينيت لخوا یې په ځينو جوړو شويو غونډو کې هم ګډون کړی، خو اوس په داسې غونډو بې باوره شوی او نمايشي یې بولي.

د کندز ولایت اوسيدونکی قدیر رسا بیا د ځوانانو معينیت لخوا ځینې غونډې د شخصي پيژندګلویو او خپلویو تر بریده محدودې بولي او زیاتوي چې افغان ځوانان په بیلا بیلو نومونو وژل کيږي، خو د ځوانانو معينت په خوله لاس ايښی دی.

د افغانستان د ټولنیزو رسنيو مرکز یا د (ميډيوټيک) مسول حمیدالله ځاځی د ځوانانو د ټولنو او جرګو جوړول د دوی لپاره ګټور کار بولي، خو له دې واړندې چې ځوانان له یوې ډلې یا ټولنې سره یو ځای کيږي، د ده پر واینا باید ځينې ټکي په پام کې ونيسي، چې په راتلوونکي کې پښېمانه نشي.


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبه او دوشنبه له آزادۍ راډيو څخه خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:09 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG