د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د بیاتي "قيچي" تاریخچه


د بیاتي یا قيچې په اړه ويل کېږي، چې تر ميلاد ۱۵۰۰ کاله مخکې په لرغوني مصر کې جوړه شوې ده.

قيچې د کار له وړو وسايلو څخه ده، له اوسپنې رغېږي، دوه چړې لري چې په منځنۍ برخه کې د يو ميخ يا پيچ په ذريعه ټېنګېږي، لاستی يې د چړو له لاستي سره فرق لري، د قيچي لاستي د چړو خلاف د ګوتو لپار ځای لري او د ګوتو په زور خلاصېږي، بنډېږي او خوراک کوي.

قيچي ګاني له لويه سره په درو برخو ويشلای شو:

يو هغه چې چړې يې تر پېنځلو سانتي مترو پورې دي او معمولا په کورونواو دکانونو کې استفاده ورڅخه کېږي، لکه: د نايانو، خياطي ، ګلانو او داسې نورې وړې قيچيګانی.

بل هغه چې د يو څه درنو او سترو کارونو لپاره کارېږي، اوسپنې او نور فلزات پرې غوڅوي، دا قيچيګانې، اوږدې چړې لري، اکثرا يې دو تنه کاروي.

درېيم، هغه قيچيګانې دي چې د پښو په ذريعه کارېږي فلزات غوڅوي.

ياده دې وي، چې لرغونو مصريانو د پسونو د سکوللو لپاره داسې بياتي ګانې هم جوړې کړې وې چې په منځنۍ برخه کې يې پيچ نه درلود، د دو چړو د اتصال لپاره يې په منځۍ برخه کې چړو ته داسې ژی ورکړې وې چې له يو بل څخه به نه جلا کېدې، د دغو قيچيګانو بله ګټه دا وه چې که به له دوو چړو کومه يوه پڅه شوه په اسانه به بېلېدې او د پڅې چړې په ځای به سم له لاسه بله لګول کېده چې د دې تخنيک پرمختللی شکل اوس هم د پانسمان په وړو قيچيګانو کې ليدلای شو.

په افغانستان کې د قيچيګانو د جوړولو کومه کارخانه نه شته، قيچيګانې معمولا ځايي پښان رغوي ، پخوا تر ټولو مشهورې قيچيګانې د سوهان وې خو اوس پښان د سوهاني قيچیګانو تر څنګ، فولادي قيچيګانې هم رغوي نور معلومات به خپرونه کې واورئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG