د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

كه پاكستان غواړي او كه نه غواړي په افغانستان كې به سوله راځي


پرون په كوټه كې د پښتونخوا ګوند له خوا يوه ستره ولسي غونډه شوې چي پكې د بلوچستان پښتنو ته د جنوبي پښتونخوا په نامه د يوه بېل ايالت غوښتنه شوې او په پاكستان او افغانستان كې د ترهګرۍ د دوامداره پېښو غندنه او د مخنيوي غوښتنه يې شوې ده.

د دوشنبې په ماځيګر د كوټې ښار په صادق شهيد لوبغالي كې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا جوړې شوې ولسي غونډې ته د كوټې ښار په شمول د شاوخوا سيمو شل زره كسان را غونډ شوي وو. په غونډه كې د پښتونخوا ګوند مشرانو په پاكستان كې د پښتنو په سيمو كې پر ترهګرۍ، اقتصادي ستونځو او د تعليم او روغتيا پر خراب وضعيت خبرې وكړې.

ولسي غونډې ته په وينا كې د پښتونخوا ګوند يوه هزاره مشر عباس شاه هزاره وويل په پاكستان كې د سياسي نابرابرۍ له امله خلك له خپلو وطنونو مهاجر دي او يوې واكمنې طبقې يې حقوق ځنې غصب كړي دي:

((په دې هېواد كې اقتصادي ناانصافي ده، ټول پښتانه او افغانان دلته محكوم ساتل شوي دي، د خپلو وسايلو پر لرلو برسېره دوى مهاجر، بېوزلي او د نورو مزدوران دي، دا ټول د پنجابي استعمار له لاسه ورسره كېږي، هزاره افغانان بېګناه وژل كېږي))

د پښتونخوا ګوند ايالتي مشر عثمان خان كاكړ وويل په پاكستان كې چي د دفاع پاكستان كونسل په نامه د ګڼو مذهبي ګوندونو او تنظيمونو اتحاديه جوړه شوې، دا په اصل كې د افغانستان د نيولو يو اتحاد دى. ده وويل په افغانستان او د پاكستان په پښتني سيمو كې د ترهګرۍ تر شا د پاكستان، ايران او سعودي عربستان لاس دى:

((په كراچۍ، خيبرپښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا (قبايلي سيمو) كې چي چېرې پښتون اوسېږي امنيت نه شته، ترهګري ده، پښتون نه ترهګر دى، نه ظالم جابر دى، يوې خواته اسلام اباد، بلې خواته تهران او بلې خواته رياض دى چي د افغانانو خلاف يې حركت روان كړى دى ))

ولسي غونډې ته د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅكزى هم راغلى وو چي تر څو كلونو وروسته يې د افغانستان او پاكستان پر سياسي حالاتو خبرې وكړې. ده وويل پښتانه چي د دوى له خوښې پرته په دوو هېوادونو كې سره وېشل شوي دي دا د تاريخ جبر دى، وايي په پاكستان كې د پښتنو مځكه يو سل پينځوس زره مربع مايله مساحت لري چي واك يې بايد پښتنو ته وركړل شي:

((موږ پاكستان ماتول نه غواړو، پاكستان د پينځو قومونو كور دى، زموږ وطن خيبر پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا (قبايلي سيمو)، ميانوالي اټك پښتانه او د جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان پښتني سيمې) پښتانه يو لك پينځوس زره مربع مايله مځكه لري، پر دې باندې د قرآن، د پاكستان د اساسي قانون او ملګرو ملتونو د قانون له مخې لومړى حق زموږ د بچيانو دى))

محمودخان اڅكزي وويل په پاكستان كې له تېرو پينځو شپېتو كلونو راهيسې داسې سياسي ستراتيژۍ خپلې كړاى شوې دي چي نن دا هېواد په كورني او بهرني سياست كې بېخي يواځې پاته شوى دى:

((ټوله نړۍ موږ ته اخطارونه راكوي، د دې هېواد د چلولو او ژغورلو يواځينۍ لاره ده، چي د پاكستان واكمنان، پوځونه، استخبارات او سياسيان بايد توبه وكړي او د يوه نوي پاكستان د جوړېدو لپاره د قوم په وړاندې داسې تړون وكړي چي زموږ په سياست كې به پوځ او استخباراتي ادارې مداخلت نه كوي، پاكستان هغه لوري ته مه بياياست چي خداى مه كړه دا هېواد د نړۍ له نخشې ووځي))

محمودخان اڅكزي وويل په پاكستان كې تر هغه وخته پورې سوله نه شي راتلاى چي له قبايلي سيمو څخه بهرني ترهګر او د پاكستان پوځ را ونه ايستل شي او د سيمې واك خپل ولس ته ور نه كړل شي. ده وويل كه پاكستان غواړي كه نه په افغانستان كې به سوله راځي، نو پاكستان بايد نور په افغانستان كې لاسوهنه بنده كړي.

محمود خان اڅكزي د پاكستان د مذهبي ګوندونو پر مشرانو ږغ وكړ چي د افغانستان د حكومت او پوځ په خلاف دي د وسلوالو ملاتړ پرېږدي او د سولې لپاره دي هلې ځلې وكړي چي دا سيمه له جګړو پاكه شي:

((دا زموږ ملايان وايي موږ جهاد كوو، و مولوي عصمت الله صاحب راشه ته يې، فضل الرحمن، سميع الحق، شېراني صاحب او نور علماء چي هر څوك ياست، كابل ته به لاړ شو، مجددي صاحب، سياف صاحب، ګيلاني صاحب او د رباني صاحب لښكرې هلته دي، كه مو هغوى قانع كړل چي هو دوى غلط دي او وخت د جهاد دى تاسې څنګه د كرزي ملګري ياست، نو زه مو هم ملګرى يم، كه مو قانع نه كړل، هغوى هم مجاهدين جنګېدلي خلك دي، راشئ روغه وكړه، د صلح حديبيه غوندې يوه روغه وكړه او سره كښېنو چي پاكستان او افغانستان دواړه له بلا خلاص كړو))

محمودخان اڅكزي د خپلې اوږدې وينا په پاى كې د پښتونستان، ډيموكراسۍ او افغانستان په ملاتړ شعارونه په لوړ ږغ سره تكرار كړل او زرګونو خلكو د بيرغونو په جګولو سره ورسره بدرګه كړل.

په ولسي غونډه كې د پښتونخوا ګوند اكثرو مشرانو وويل چي بلوچستان د بلوڅو او پښتنو ګډ ايالت دى، ځكه نو دوى ته بايد د برابرۍ حقوق وركړل شي، كه نه وي له سيوۍ تر ږوبه پورې دي د بلوچستان پښتنو ته د جنوبي پښتونخوا په نامه بېل ايالت وركړل شي. وايي كه په راتلونكي كې هم پښتانه له خپلو حقوقو بې برخې كړاى شول او پر خپلو وسايلو واك ور نه كړل شو، دا به د پاكستان لپاره ډېرې بدې نتيجې ولري.

ولسي غونډې يو دوولس ماده يي قرارداد هم تصويب كړ چي په بلوچستان كې د ناامنۍ، د بلوڅانو د مرموزو وژنو او د سړي تښتونو د پېښو غندنه او د مخنيوي غوښتنه پكې شوې وه، همدارنګه د پاكستان په پښتني سيمو او افغانستان كې د ترهګرۍ د مخنيوي غندنه پكې شوې وه او له ملګرو ملتونو څخه پكې غوښتل شوي وو چي د اسلام اباد د واكمنو او د دې هېواد د استخباراتي ادارو د هغو اقداماتو مخه دي ونيسي چي په افغانستان كې په ښكاره توګه لاسوهنه كوي.

باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG