د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

په لویو ښارونو کې د حقاني شبکې د بریدونو رول

وړمه شپه د کابل د قرغې پر سپوږمۍ هوټل ډله ییزه حمله وشوه چې په نتیجه کې یې نژدې شل تنه ووژل شول. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې له نښو نښانو داسي ښکاري چې دا برید هم د حقاني شبکې کړی وي.
وړمه شپه د کابل د قرغې پر سپوږمۍ هوټل ډله ییزه حمله وشوه چې په نتیجه کې یې نژدې شل تنه ووژل شول. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې له نښو نښانو داسي ښکاري چې دا برید هم د حقاني شبکې کړی وي.
د دې خپرونې په دې اول ساعت کې په ښارونو کې د حقاني شبکې د ډله ییزو حملو په اړه بحث لرو.

وړمه شپه د کابل د قرغې پر سپوږمۍ هوټل ډله ییزه حمله وشوه چې په نتیجه کې یې نژدې شل تنه ووژل شول. افغان او امریکايي چارواکي وايي چې له نښو نښانو داسي ښکاري چې دا برید هم د حقاني شبکې کړی وي.

تر دې پخوا په کابل، خوست، جلال اباد او نورو ښارونو کې د ورته منظمو حملو مسوولیت هم حقاني شبکې ته متوجه بلل شوی دی.

دا شبکه، چې ویل کېږي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې مېشته ده، د امریکا او افغان چارواکو له خوا په دې تورنه ده چې له القاعده او دغه راز د پاکستان د استخباراتو له ځینو کړیو سره نژدې اړیکې لري.

په دې بحث کې به د حقاني شبکې د لا زیات پېژندلو هڅه وکړو، په دې به هم خبرې وکړو چې ولي نړیوال ځواکونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې دا شبکه وځپي او یا د دوی په وینا پاکستان د هغې پرضد عملیاتو ته چمتو کړي.

زموږ مېلمانه دي:
د ولسي جرګې د امنیتي کمیسون مشره شکریه بارکزۍ
د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:11 0:00
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG