د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۶

د کډوالو ستونزه به څنګه حل شي؟


دا مهال شاوخوا پنځه میلونه افغانان لا هم په پاکستان او ایران کې مهاجر دي او د ذلت او خوارۍ شپې ورځې تېروي.

زیات شمېر مهاجر په هېواد کې د بې روزګارۍ او امنیتي ستونزو له وجې وطن ته نشي ستنیدلاي او دولت هم دا توان نه لري چې هغوي ته په وطن کې د ژوند امکانات برابر کړي.

دا چې د مهاجرو ستونزه به څنګه حل شي او په وطن کې به ځوانانو او نورو ته د کار او روزګار امکانات څنګه برابر شي؟ ایا دولت دا ظرفیت، اراده او صداقت لري چې کارونه به سم کړي؟ خلک تر کومه حده د یوه با اهلیته او کاري نظام د جوړیدو لپاره په موجود نظام اعتماد کولاي شي؟ دا او نورې پوښتنې به له درنو میلمنوسره په خبرو کې ځواب شي:

د کابل په سټډيو کې رابللې میلمانه دي:

۱ – د مهاجرو او وطن ته د ستنیدونکو د چارو وزیر ښاغلی ډاکټر جماهیر انوري

۲ – د حق او عدالت د ګوند ویاند ښاغلی حمیدالله فاروقي

۳ – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمشنر(UNHCR) د دفتر ویاند ښاغلی نادر فرهاد

۴ – د سیاسي مسلو کارپوه ښاغلی داود سلطانزوي

تبصرې کتل (۱)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG