د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

په کندهارکې د افغان او ایساف ځواکونو پر مرکزونو بریدونه شوي


په کندهار کې د افغان او ایساف ځواکونو پر دو جلا جلا مرکزونو ۱۱ وسلوالو طالبانو ډله ایزې حملې کړي.

دغه حملې دقیقا د سهار په شپږو او اوو بجو په کندهار ښار او ولسوالیو کې د افغان او ایساف ځواکونو پر دو مرکزونو شوي.

لومړی څلورو وسلوالو طالبانو د پولیسو د جامو څخه په استفادې د کندهار په زاړه ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې حمله وکړه.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ رادیو ته وویل، په دغه حمله کې څلور برید کوونکې او درې پولیسو وژل شوي او ۷پولیس زخمیان شوي دي:

"دوي د پولیسو جامې اغوستی وې، څلور سره وژل شوي او درې پولیس یي شهیدان کړي او ۷ پولیس یي زخمیان کړي."

په ورته وخت کې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ایساف ځواکونو پر یوه نظامي مرکز اوو وسلوالو حمله کړې.

د والي ویاند جاوید فیصل وایي، چې په حمله کې برید کوونکي وژل شوي او د ایساف ځواکونو د تلفاتو په اړه یوازې د یوه سرتیري د وژل کېدو راپور لري:

"سهار دا حمله شوې حمله کوونکې اووه کسان وه زموږ د راپور په اساسي اووه سره وژل شوي لومړې داسې ویل کېده، چې په دې حمله کې یو د ایساف کومکي هم وژل شوی"

بل خوا د دولت وسلوالو مخالفینو د دغه حملو مسوولیت په غاړه اخیستی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې په دغه حملو کې یي د۵۰ په شاوخوا افغان او بهرني سرتیري وژلي دي.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG