د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

ځوان رضاکاران او "چيني اوزه" کارتوني فلم

ښايي په ماشومتوب کې به مو هغه د لیوه او د اوزې د دوښمنۍ کیسه اوریدلي وي، چې لیوه ترې دوه بچیان انګک او بنګک خوړلي وي، خو کلوله سنګک یا چورخلک په تناره کې ترې پټ شوی وي او خپلې مور ته حال ووايي.

اوزه له لیوه سره د مقابلې لپاره خپل ښکر تیره کوي، لیوه ته ماتې ورکوي او خپل بچیان ترې بېرته اخلي.

په همدې کېسه ځینو افغان ځوانانو يو ۲۰ دقيقه یي کارتوني فلم په هزارګي لهجه جوړ کړی، په نننۍ خپرونه کې مو د همدې فلم له ډایريکټر عباس علي سره مرکه کړې، تر څنګ یې په رضاکارانه یا د خیر ښيګڼې په کارونو کې د ځوانانو ونډې په اړه له ځوانانو سره غږیدلي يوو.

په (بزې چيني/ چيني اوزه) فلم کې د اوزې د صداقت پر وړاندې د لیوه چالاکې او فريب ښودل شوی، چې څنګه چالاکې او فریب ماته خوري او صداقت بری مومي.

دغه فلم یو اينيميشن یا خوځنده انځوريز فلم دی، چې لومړی ورته انځورونه رسميږي بیا د یوه خاص مهارت په واسطه په خوځښت راوستل کېږي، په دغه فلم کې همدغه کار د عباس علي په غاړه و، دی وايي چې که څه هم دغه کیسه په بشپړ ډول هغسې نه ده جوړه شوې لکه څنګه چې زموږ په پخوانيو کیسو کې ده، خو بیا هم د وروګلوۍ او پخلاینې یو ډیر ښه پیغام پکې ځای شوی دی.

عباس علي ځوان دی، خو فلم یې د ماشومانو لپاره جوړ کړی، ځکه دی غواړي چې د خپل راتلوونکې نسل پر فکر کار وکړي.

ځینې خلک وايي، چې اول ځان دی بیا جهان، خو دنیا په داسې خلکو ودانه ده، چې خپله خوښي د بل په خوښۍ کې ويني، د خپلې خولې ډوډۍ له نورو سره نیموي او که د دې وس نه لري، نو دومره خو کوي چې که په لاره کې ازغی پروت وي، لرې یې کړي، د دې لپاره چې د کوم بل انسان په پښه کې لاړ نشي.

په ځوانانو کې هم نورو ته د خیر رسولو انسانانو کمی نشته. داسې ډير ځوانان شته چې د خیر ښیګڼې کارونه لکه ځینو ناروغانو ته د وینې ورکول، له ضعیفه، معلوله او ځینو نورو کمزورو کسانو سره مرسته کوله، ځای ورته پریښودل، بار ورسره وړل او داسې نور...

لومړی د علومو اکاډمۍ غړی اکبرفولاد وايي، چې که غواړو د خلکو په زړه کې راته مینه او درناوی پيدا شي باید خیر ور ورسوو، ځکه چې نورو ته د خیر رسول د انسان شخصيت جوړوي.

میوند فدا د هغه ويښ افغان اصلاحي او ټولنيز تحريک غړی دی، چې د ده په څېر ګڼ افغان ځوانان په کې سره راټول دي، په مختلفو برخو کې رضاکارانه یا د خیرښيګڼې کارونه کوي، څه موده وړاندې یې په ننګرهار کې د تلسمیا ناروغانو لپاره د وینې د راټولونې کمپاین وکړ، ۸۰۰ رضاکاره ځوانانو په دغه کمپاین کې په وړیا ډول ۷۰ زره سي سي وينه ورکړه، د ټولنې د ځينو ناوړه دودونو د له منځه وړلو په برخه کې اصلاحي کارونه هم کوي.دی وايي چې د انسانیت خدمت یوازې د ډلو او تحریکونو یا نهضتونو په جوړولو نه بلکې په يوازې ځان هم کیدلی شي،ځکه له خپلو همځولو ځوانانو غواړي چې دوی هم باید د نورو د خير ښېګڼې لپاره وخت بیل کړي.

تاندې څانګې د ځوانانو خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:06 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG