د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

د مکتب نجونې تور لباس بدلول غواړي

په دې خپرونه کې د مکتب د نجونو پر تور لباس غږيدلي یوو، چې له دغه رنګه د ډیرو نجونو اوس زړه تور شوی دی، غواړي تور رنګ یې بدل شي.

د کابل په شمول مو د ځینو نورو ولایتونو مکتبي نجونې پوښتلي، د پوهنې وزارت چارواکي غواړي چې د دوي دغه لباس بدل کړي که نه؟ او یو روان شناس هم راسره په دې غږیدلی چې تور رنګ او ځیني نور رنګونه د انسان په روان څه ډول تاثیر کولای شي.

روانشناسان وايي، چې رنګ د روانشناسۍ په برخه کې له پخوا راهيسې يوه توده او مهمه موضوع پاتې شوې، دوي وخت په وخت په دې اړه څېړنې کړي او دې نتيجې ته رسيدلي چې د عمر د پړاوونو له بدلیدو سره پر دوي د رنګونو اغیز هم توپیر کوي.

ښايي په ماشومتوب کې یو رنګ، په ځوانۍ کې بل او په زړښت کې بل رنګ د انسان په روان بد یا ښه اغیز وکړای شي،

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روانشناسۍ څانګې ځوان استاد شرف الدين عظيمي وايي، چې تور رنګ د روانشناسۍ له نظره ښه رنګ نه دی او په روان باندې بد اغيز کوي.

د پوهنې وزارت مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي وايي، چې د مکتب د نجونو د تور لباس د بدلون لپاره کار روان دی.

تاندې څانګې د ځوانانو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:08 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG