د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۷

د مجید زابلي غصب شوي ملکیتونه دې بېرته راوګرځول شي


د مجید زابلي د بنیاد له یوه مسوول محمد کریم خرم
د مجید زابلي د بنیاد له یوه مسوول محمد کریم خرم
د افغانستان د اقتصاد د پخواني وزیر مجید خان زابلي د بنیاد مسوولین له دولت نه غواړي، چې د نوموړي غصب شوي ملکیتونه دې بیرته راوګرځول شي.

دوی وايي، چې په هرات کې د ښاغلي زابلي ۱۴۵۱۸ جریبه کرنیزه ځمکه د کرنې وزارت، د زابلي پلرنی کور د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسمعیل او څه باندې دوه سوه دکانونه د هرات ښاروال سلیم ترکي نیولي دي.

مجیدخان زابلي وصیت کړی و، چې د ده د ملکیتونو اویا فیصده عواید دې په هیواد کې د پوهنې او لوړو زده کړو په پراختیا ولګول شي.

پخوا ترې له ادارې فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس عزیزالله لودین هم په اسمعیل خان ورته تور لګولی و، خو خپله اسمعیل خان تراوسه په دې اړه له رسنیو سره تبصره نه ده کړې.

زموږ همکار احمد زبیر ژمن د مجید زابلي د بنیاد له یوه مسوول محمد کریم خرم سره مرکه کړې او په سر کې یې د نوموړي د هغو ملکیتونو په اړه ترینه معلومات غوښتې چې دی وايي، نیول شوي دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:37 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG