د شیکاګو سرمشریزه د یکشنبې په ورځ د ناټو د اته ویشت غړیو هیوادونو او دغه راز د نړۍ د ۳۰ نورو هیوادونو او نړیوالو موسسو د مشرانو او استازو په ګډون پیل کېږي.
په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې په اروپا کې د توغندويي سیستم په شمول پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کېږي خو د بحث اصلي او مرکزی ټکی یې افغانستان او له ۲۰۱۴ وروسته د دغه هیواد له امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنې دي.
د ناټو مشران به د دې تر څنګ چې د افغان امنیتي ځواکونو د تموبل لپاره د کال د څه باندې څلور ملیارد ډالرو پر ورکړې خبرې وکړي، له افغانستانه د ناټو د یولکو دېرش زره حربي ځواکونو پر وتلو او له هغه وروسته د دې هیواد د امنیتي او اقتصادي ملاتړ په اړه هم خبرې وکړي.
د ملګروملتو د شیکاګو د کنفرانس له برخوالو په کلکه غوښتنه کړې چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د اوږدې مودې لپاره پراخ ملاتړ وکړي څو د نړیوالو تروریستانو پر ځالې د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.
په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش په یوه مرکه کې وویل که له افغانستانه سره په خلاص لاس مالي مرستې ونه شي، ممکن دا هیواد بیا له ناوړه وضعیت سره مخامخ شي نو په دې کې د ټولو ستراتیژیکې ګټې دي چې افغانستان ته لاس ورکړي.
افغان او امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس د کال یو ملیارد او سل ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
تمه ده چې د امریکا متحد ایالتونه د دې پیسو په درو کې دوې برخې په غاړه واخلي، خو امریکايي چارواکو تېره میاشت په ناټو کې له خپلو متحدانو وغوښتل چې له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویلولو لپاره یو ملیارد او درې سوه ملیون ډالره په ځان ومني.
زموږ د دې بحث د لومړي ساعت مېلمانه دي:
د واشنګټن د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي
د ولسمشر کرزي یو ویاند حامد علمي.
په دوهم ساعت کې به د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه عبدالستار سعادت او د سیاسي مسایلو کارپوه میاګل وثیق تشریف راوړي.