که څه هم د انسان پيژندل ډیر ګران کار دی، خو ویل کيږي چې د یو چا لومړنی تاثير د هغه له ظاهري بڼې پریوځي.
د باطن پاکي مو ايمان بشپړوي، خو د ظاهر پاکي هم نيم ايمان بلل شوی، هر څوک غواړي چې ښکلي ښکاره شي، څوک د ښه ښکاره کیدو لپاره ښکلي او ډولي کالي اغوندي، څوک ډول ډول وېښتان جوړوي او څوک خپله څېره سېنګاروي. خو بیا هم زموږ په ټولنه کې ځينې کسان وېښتان جوړوونکو او سېنګاروونکو ته په درنه نه ګوري.
ځوان ساحل خان چې په کابل کې د صورت ارایشګاه خاوند دی او له هېواده بهر یې په مسلکي ډول په دې برخه کې زده کړې کړي.
کورنۍ یې غوښتل چې د طب پوهنځی ووايي، خو ده خپل منزل ته د رسیدو د لارې هرې ستونځې سره مقابله وکړه.
اوس یې داسې ارایشګاه جوړه کړې، چې يو روزنيز مرکز هم دی، ځوانان د سېنګار کولو تر څنګ د دغه کسب د زده کولو لپاره هم ورځي.
پېغله لیلما که یو خوا د طب پوهنځي محصله ده نو بل خوا د دغه مرکز زده کوونکې هم ده، هغه په دې خوشاله ده چې اوس د دغه کسب په اړه د خلکو مفکوره یو څه بدله شوې ده.
د روانشناسانو له نظره پاکي او سوترګي د انسان په روح او روان ښه اغيز کوي، د نړۍ له پرمختګ سره سم د موډ او فېشن ډولونه او وسایل هم بدلون مومي، نن سبا داسې ګڼ ځوانان تر سترګو کيږي، چې له وخت سره سم فیشن او سېنګار کوي، په بېلابېلو ډولونو خپل ويښتان جوړوي او د خپلې څېرې پر ښکلا باندې ډیر کار کوي.
که د یو چا د بریالیتوب راز وپوښتئ، نو دا به هم درته ووایي، چې همت او حوصله یې له لاسه نه ده ورکړې، ستونځې یې ګاللي او خپل منزل ته د رسیدو په لار کې یې په ځان پوره پوره باور کړی، ساحل خان هم په ځان باور لري او په یوه سیالۍ کې چې د ځينو اسیايي هیوادونو سينګارونګي به پکې سیالي سره وکړي، د ګډون خبره کوي، غواړي هیواد ته د ځينو لوبغاړو په څیر مډال راوړي او د خپل هیواد نوم لوړ کړي.
تاندې څانګې د ځوانانو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.