د کابل ورځپاڼو نن خپل ځینې مهم سرلیکونه په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د فعالیتونو په اړه پورته شوي پوښتنو او اندیښنو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند په لاندې مطلب کې رانغاړلي دي.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د سیمه ایزو پولیسو د فعالیت په اړه د امریکا د دفاع وزارت راپور ته کتنه کړې، چې په کې دغه پولیس په وژنو، غلاو او په جنسي تیریو کې ښکیل بلل شوي.
ورځپاڼې وړاندې د دې رپورټ په حواله لیکلي، د دې پرځای، چې سیمه ایز پولیس امنیت ټینګ کړي، له مخالفینو نه یي د خلکو د ملاتړ کچه لوړه کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا د سیمه ایزو پولیسو د فعالیت په اړه دا انتقادونه په داسې حال کې پورته شوي، چې امریکا غواړي د دغو پولیسو شمېر، چې اوس دیارلس زره دي، د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه دیرشو زرو ته لوړ کړي.
ورځپاڼې امریکا تورنه کړې، چې په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د رامنځ ته کولو په څیر د ځینو ناسمو کارونو په ترسره کولو سره یي د ولس او حکومت ترمنځ د کرکې د فضا رامنځ ته کولو او د دوي ترمنځ د واټن د زیاتیدو اسباب یي برابر کړي.
محور:
محور نادولتي ورځپاڼې لیکلي، چې دا رپورټ د پنټاګون لپاره چمتو شوې او د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې خپور کړې، چې په کې سیمه ایز پولیس نه یوازې دا، چې د امنیت په ټینګولو کې پاتې بلل شوي، بلکه د خلکو په ځورونه، د شخصي زندانونو په ساتلو کې هم ښکیل بلل شوي دي.
ورځپاڼې د دې رپورټ په حواله، چې د یو څیړنیز سازمان له خوا د پنټاګون لپاره چمتو شوې لیکلي، په کومو سیمو کې، چې سیمه ایز پولیس فعاله دي، امنیت یي له نورو سیمو سره کوم توپیر نه لري.
ورځپاڼه لیکي، چې د سیمه ایزو پولیسو د فعالیت په اړه دا انتقادونه په داسې حال کې رابرسیره شوي، چې امریکایي چارواکو د خپلې دې پروژې ستاینه کوله او د کلیو او بانډو په کچه د امنیت د ټینګښت لپاره یي د دوي رول مهم باله.
ملي بارو:
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د سیمه ایزو پولیسو د فعالیت په اړه پورته شویو انتقادونو ته په اشارې لیکلي، چې د امریکا دا پروژه ناکامه شوې او دغه پولیس د امنیت په ټینګولو او د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې پاتې راغلي.
ورځپاڼې په دې اړه خپور شوي رپورټ ته په اشارې لیکلي، چې سیمه ایز پولیس په اداري فساد کې ښکیل او له خپلو دندو ناسمه ګټه پورته کوي.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم دا راپور تر اوسه پورې خپور شوې نه دې، خو په ځینو محتویاتو کې یي، چې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له خوا راخیستل شوي راغلي، چې دا راپور د محرمو پوځي معلوماتو پر بنسټ جوړ شوې.
ورځپاڼه لیکي، چې په دې راپور کې د ځینو امریکایي سرتیرو نظرونه هم راخیستل شوي، چې ویلي سیمه ایز پولیس ډیر کله په تاوتریخوالي کې ښکیل وو او له خلکو سره یي ناوړه چلند کړې دې.
د ورځپاڼې په وینا له دې ټولو سره سره د امریکا د دفاع وزارت بیا په افغانستان کې د سیمه ایزو پولیسو د رامنځ ته کولو لپاره له خپلې تګلارې ملاتړ کوي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د ځینو افغان کتونکو نظر راخیستې او لیکلي، چې سیمه ایز پولیس د خپلو دې کارونو لپاره د نا مسؤله وسله والو د موجودیت له نامې ګټه پورته کوي.
ورځپاڼې د دې کتونکو دا سپارښتنه هم راخیستې، چې د نا مسؤله وسله والو مخنیوې باید وشي او دا ځکه، چې د دغو نا مسؤله وسله والو موجودیت هغه څه دي، چې د دولت وسله وال مخالفین ترې هم د خپلو پلانونو د پلې کولو لپاره ګټه پورته کوي.