د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۶

داودزی: په ډیر جدیت مو له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې په زوره نه باسي


 د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی د ازادۍ راډیو د خبریال مجیب الرحمن انګار پوښتنې ځوابوي
د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی د ازادۍ راډیو د خبریال مجیب الرحمن انګار پوښتنې ځوابوي
په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی وايي، په ډير جدیت يې له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې دیره افغان کډوال باید په زوره ونه ایستل شي.

داودزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پاکستان د سرحداتو او کډوالو چارو له وزیر سره يې د مهاجرینو د مشکلاتو په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت د وروستۍ پریکړې په باب مفصلې خبرې وکړې.

د خیبر پښتونخوا حکومت په پيښور کې دیره هغو افغان مهاجرینو ته چې د مهاجرت قانوني اسناد ونه لري د روانې میلادي میاشتې له ۲۵مې نيټې وړاندې له دې ښاره د وتو او افغانستان ته د بیرته ستنیدو امر کړی.

په پاکستان کې د ازادۍ راډیو خبريال مجیب الرحمان انګار له نوموړي سره مرکه کړې او په پيل کې يې د دې کتنې جزیات ترې پوښتلي :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG