د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۶

په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه له انجنیر شوکت الله سره مرکه


په پاکستان کې د دیره افغان کډوالو د اوسیدو قانوني موده د روان میلادي کال د دسمبر پر وروستۍ ورځ پای ته رسیږي.

په داسې حال کې، چې دغې نيټې ته یواځې اووه ماشتې پاتې دي، خو دا لا نه ده څرګنده چې ایا پاکستان به یوارې بیا دا موده تمدید کړي او که څنګه؟

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت په پيښور کې دیره هغو افغان مهاجرینو ته د مۍ میاشتې تر پينخه ویشتمې پورې، چې لس ورځې ورته پاتې دي، له دې ښاره د وتو او افغانستان ته د بیرته ستنیدو امر کړی.

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزي څو ساعته وړاندې ( دسه شنبې پر ماسپښين) د پاکستان د سرحداتو او مهاجرینو چارو له مرکزي وزیر انجنیر شوکت الله خان سره وکتل او پر دې موضوع يې د افغان کډوالو او هم د افغان دولت له ستونزو او اندیښنو خبر کړ.

په پاکستان کې د ازادۍ راډیو خبريال مجیب الرحمان انګار دې غونډې ته ورغلی او انجنیر شوکت الله سره د موضوع په اړه مرکه کړې :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG