د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

راین کراکر: پاکستان دې د حقاني شبکې له ملاتړه لاس واخلي


په افغانستان کې د امريکا متحده اياتو سفير راين کراکر ننګرهار ته د خپل يو سفر پرمهال د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې د وسله والو ډلو له تمویل نه دې لاس واخلي او کنه په درون زیان به یې تمامه شي.

نوموړي په ځانګړې توګه پاکستان ته اشاره وکړه، چې د حقاني شبکې له ملاتړ څخه دې لاس واخلي:

"پاکستان باید خپله ستراتیژي بدله کړي او د حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو له تمویل نه دې لاس واخلي، ځکه چې یوه ورځ به له دې امله دوي ته هم خامخا زیان ور واوړي.

یو وخت چې متحده ایالاتو سیمې ته شا کړې وه، نو هغه وخت نه یوازې پاکستان بلکې نور ګاونډیان هم له زیان سره مخ و، نو په دې وجه په سیمه کې د متحده ایالاتو حضور ګاونډیانو ته هم ګټه رسوي.

له افغانانو سره د کار کولو له امله ماته څرګنده شوه، چې دوي ډير میړني خلک دي او داسې فکر دې څوک نه کوي، چې دومره په اسانه به پر دوي فشار راوړای شي."


کراکر زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان دې ستراتیژیک تړون په سړه سینه او احتیاط سره ولولي، دوي به پوه شي، چې دا د دوي په ګټه هم دي.

نوموړي دا هم وویل، له افغانستان سره شوې تړون تر ٢٠٢٤ کال رسمي بڼه لري او متحده ایالات به په دغه موده کې له دوي سره څنګ په څنګ ولاړ وي او که تړون پای ته ورسیږي نو هم متحده ایالات به په افغانستان کې خپل دوامداره دیپلو ماتیک حضور وساتي، په داسې حال کې چې د دغه ستراتیژیک تړون دغځولو چانس هم شته.

کراکر بیا وویل ، ستراتیژیک تړون د امریکا او افغانستان د دوو خپلواکو ملتونو ترمنځ دی او هیڅ لوری په دغه تړون کې د بل تر اغیزې لاندې نه دی.

راين کراکر د افغانستان او امريکا ترمنځ تر اوسه د درې ډوله شويو تړونونو يادونه وکړه او ويي ویل، چې په دې تړونونو کې د زندانيانو سپارل، د امنيتي مسووليتونو لېږد(نظامي قرارداد) او ستراتيژيک تړون شامل دي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي وويل، چې له راين کراکر سره يې په ننګرهار کې د ښې حکومتدارۍ، اداري فساد له منځه وړل، امنيتي ننګونې، کابل جلال اباد سړک او برېښنا ستونزې يادې کړې دي.

له امريکا سره د افغانستان له خوا د شوي ستراتيژيک تړون له مله ګاونډي هېوادونه اندېښنه ښيي او وايي، چې د بهرنيو ځواکونو اوږد مهاله شتون به دوي له خطر سره مخ کړي، خو افغان حکومت په وار وار خپلو ګاونډيو ته ډاډ ورکړى چې هېچا ته به دا اجازه ورنه کړي چې دوي ته له دې سيمې ضرر ورسوي.

راپور: محمدداود وفا
XS
SM
MD
LG