کریسچین ساینس مانیټور ورځپاڼه د سولې د عالي شورا د غړي ارسلا رحمانی وژنې ته په اشاره لیکي، د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د وژل کیدو له پیښې لا یوکال نه دی پوره شوی چې د سولې د خبرو بل مهم مرکچې وژل کیږي.
د ورځپاڼې په باور له وسله والو مخالفانو سره روغې جوړې ته امریکا او ناتو له اوږدې مودې راهیسې په دې هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره د یوه مهمې وسیلې په توګه ګوري.
له څه باندې دوکالو راهیسې چې د سولې خبرې جدی پیل شوي، نه یواځې دا چې تر اوسه یې مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې بلکه څو ځلي پرې سخت ګذار شوی او دغه بهیر ټکنۍ شوی دی.
د کریسچین ساینس مانیتور په وینا د تیرې یکشنبی د ورځې وژنه به د سولې بهیر ونه دروي خو دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د سولې خبرې به دوام وکړي او که نه؟
د افغانستان د مشرانو جرګې یوې غړې هیله اڅکزی دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان روغه جوړه غواړي خو په دوي کې ځیني افراطي او د پاکستان د استخباراتو ای اس ای سره تړلې نورې ډلې شته چې د سولې ضد دي او پر ارسلا رحماني د حملې ترشاه همدغه ډلې لاس لري.
ګارډین:
بریتانوي ګارډین ورځپاڼې هم په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي، د رحماني قاتل ندی نیول شوی او طالبانو هم په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي که څه هم دې ډلې مخکې د سولې د عالي شورا غړیو ته ګواښ کړی و.
ګارډین د ډيپلوماتانو په وینا لیکي، د طالبانو نژدی هدف دا دی چې د حکومت یوه مهمه څیره چې د سولې هڅې پرمخ وړي په نښه کړي.
یوه لوړ رتبه ډیپلومات دې ورځپاڼې ته ویلي چې د رحماني وژنه واضح پیغام ورکوي چې له طالبانو سره د تماس نیولو بله لارنشته مګر دا چې د طالبانو له سیاسي کمیټې او مشرتابه سره یې مستقیم تماسونه ټینګ شي.
د دغه ډیپلومات په وینا رحماني په دې خاطر نه دی وژل شوی چې فوق العاده کاریې کاوه بلکه د ده په باور طالبانو هغه ته د یوه خاین په سترګه کتل.
رحماني چې د طالبانو په واکمنی کې د ښوونې د وزارت مرستیال و د طالبانو د هغو غړیو له ډلی یوو چې له طالبانو یې لارجلا کړې وه او د تیرکال په جولای میاشت کې د ملګروملتونو له تورفهرست څخه یې هم نوم لیرې شوی و.
په افغانستان کې د ناتو ځواکونو ویلي چې د هغه وژنه ښیي چې طالبان سولې ته ډیرلیواله ندي.
انډیپنډنټ:
بریتانوي انډیپنډنټ ورځپاڼې هم د رحماني د وژنې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو وویل، دغه وژنه د هغو اختلافاتو ښکارندوي کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو په مشرتابه د کوټې په شورا کې راپورته شوي چې له امله یې ډیر وسله وال له جګړو لاس اخلي او د سولې له پروګرام سره یوځای کیږي.