د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۶

په مالدارۍ کې د میرمنو تجربې

په دې خپرونه کې په دې خبرې کوو، چې ښځې د مالدارۍ له لارې څنګه ګټه تر لاسه کولای شي؟ د هغو ښځو تجربې به واورو چې د مالدارۍ او د شیدو د پلورلو له لارې خپلې اقتصادي ستونزې اواروي.

د افغانستان په کلیو او بانډو کې زیاتره ښځې په کورونو کې لږ تر لږه یوه یا دوه غواګانې، مېږې یا اوزې روزي چې په محصولاتو یې خپل کور او ماشومان ساتي او که کله وغواړي نو د خرڅ لپاره یوازې کورت او ژېړ غوړي برابروي چې هغه هم په نه بیه دوکانداران ترې پېري او زیاته ګټه د دوکاندار په جیب کې لوېږي.

ګڼې افغانې ښځې تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د غوا او داسې نورو څارویو له روزنې او محصولاتو څنګه د خپل اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره ګټه پورته کړي او پیسې تر لاسه کړي.

په دې وروستیو کې په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د کوپراتیفونو له لارې د پیسو په بدل کې له مالدارانو د شیدو د راټولونې او پروسس ځينې وړې تجربې شوي چې ځینو مالداره ښخو او کورنیو ته یې ښه عاید پیدا کړي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروی د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:51 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG