د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د ګلبهار چاودنې ١٨ کسان ټپيان کړل

په پيښور کې دپولیسو پر یوه موټر دسرک د غاړې ماین چاودنې دپولیسو په ګډون اتلس تنه ټپیان کړل. چاودنه د شنبې پر سهار د لويې لارې یا جي ټي روډ په اوږدو کې ګلبهار تاڼې ته څيرمه وشوه. د ښاري پولیسو یوه مسوول افسر امتیاز الطاف ازادي راډیو ته وویل، چې د پولیسو یو پک اپ ډوله موټر د لويې لارې پر سر روان و، چې له وړاندې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد پرې وچاودیدل. په عین حال کې د لیډي ريډنګ یا جرنیلي روغتون سرچینې بیا وايي، چې دې روغتون ته ټول اتلس تنه ټپيان وړل شوي، چې شپږ يې پولیس او پاتې دولس تنه يې ملکیان دي. په هغه خبر پاڼه کې چې ددې روغتون د مطبوعاتي مسوول سید جمیل شاه له لوري ازادي راډيو ته استول شوې دشپږو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG