د جمعې په ورځ ناڅرګندو وسله والو په پيښور کې د مومندو یو مخور او قومي مشر ملک دلاور خان په ډزو وواژه.
د نوموړي کورنۍ وايي دوی له هیچا سره شخصي دښمني نه لري او نه پوهیږي چې دا کار به چا کړی وي.
په تیرو لسو کلونو کې، چې د پاکستان په قبائلي سیمو کې سخت دریزي وسله وال راپورته شوي تر دې مهاله ګڼ شمير قومي مشران او ملکان وژل شوي، تښتولی شوي او یا هم له خپلو سیمو کډې ته اړ شوې دي.
خو ډیری قومي مشران په ښاري سیمو کې وژل کیږي.
په پاکستان کې د ازادي راډيو خبريال د مومندو له یوه بل ملک او دبایزو امن لښکر له مشر ملک سلطان سره مرکه کړې او په پيل کې يې د ملک دلاور خان د شخصیت او ددې پيښې د څرنګوالي په باب پوښتنه کړې :