د افغانستان د بدن د ښکلا اووم دور لوبې د چهارشنبې په ورځ د کابل په کوربه توب او اتلولی پایته ورسیده.
په دې سیالیو کې د کابل په ګډون د 29 ولایتونو له نږدې درې سوه لوبغاړو څخه 27 تنه ملي ټيم ته هم انتخاب شول.
د افغانستان د بدن د ښکلا د ملي ټيم روزونکي او د دې سیالیو سرداور محمدالله مهمندیار د دې لوبو سطحه ډېره لوړه وبلله او وې ویل، چې د دې سیالیو د لا ښې داورۍ لپاره د ګاونډيو هېوادونو داوران هم رابلل شوي وو:
(د دې لپاره چې څوک ونه وایي حق تلفي وشوه یا مثلا چا د چا حق خوړلی او همدا راز عندالله او عندالرسول موږ پریکړه کړې او همدا راز ډېرې ښې لوبې وې او په ډېرې لوړې سطحې وې.)
د افغانستان د بدن د ښکلا په ځوانانو برخه کې یوسف سخي د غړیو د ښاغلي لقب وګاټه، نوموړي له اتلولۍ وروسته له رسنیو سره خپل احساس داسې شریک کړ: