د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۰

د نامتو پښتون ممثل او انځورګر جمال شاه سره مرکه


نامتو پښتون ممثل او انځورګر جمال شاه د ازادۍ راډیو د خبریال مجیب الرحمن انګار پوښتنې ځوابوي
پيښور نن د یوه نړېوال نندارتون او سمینار کوربه دی، دغه سمینار او نندارتون د نامتو پښتون ممثل او انځورګر جمال شاه په نوښت او هڅو جوړيږي.

جمال شاه، چې په اسلام اباد کې د هنرکدې په نوم د ښکلیو هنرونو د يوې خصوصي اکاډمۍ مسوول هم دی ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې سمینار کې به په پښتنو کې د تحمل یا برداشت د نشتوالي او کموالي پر موضوع د هنر په ژبه خبرې کیږي.

نوموړی وايي، دې سمینار ته يې د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو نه کارپوهان او د موضوع ماهرین رابللي، خو وايي چې په هند او بریتانيې کې د پاکستان سفارتونو هندي هنرمندانو ته ویزې نه دي ورکړي.

نوموړي دا کار وغانده او ويې ویل، چې دا سمینار او نندارتون په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ د مخنیوي او حل لارو په اړه جوړیږي ځکه نو پاکستان باید داسې کار نه وای کړی.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبريال د دې کنفرانس او نندارتون په باب له نوموړي سره لنډه مرکه کړې، خو باید ووایو، چې د ازادۍ راډیو په سبانیو خپرونو کې په دې باب د تفصیلي راپورونو اوریدل مه هیروئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG