د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

مسلمیار: طالبان دې افغانستان په اخلاقو او دعوت خپل کړي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس پر وسله والو طالبانو ږغ کوي، چې افغانستان دې په وینه تویولو نه بلکي په اخلاقو او دعوت خپل کړي.

د دې جرګې رئیس وايي، چې په جګړه د افغانستان ستونزې نه حل کیږي او وسله وال مخالفین دي له سیاسي لارې په هېواد کې خپل هدف ته ځان ورسوي او تر سولې وروسته کولای شي د 2014 کال په انتخاباتو کې هم برخه واخلي.

د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار سره د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند مرکه کړې او په سر کې یې ور څخه د سولې د خبرو د درېدلي حالت او دې بهیر په اړه پوښتنه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG