د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۷

دا ځيني ولې د موبایل په سمه کارونه نه پوهیږي؟

د مخابراتو د وزارت مسولین وایي، چې د افغانستان( ۷۰ ) فیصده اوسیدونکي ګرځنده تیلیفون یا موبایل کاروي.

موبایل ګڼې اسانتیاوې خلکو ته چمتو کړي، نن سبا د موبایل په واسطه دوستان یو د بل له حال نه ډیر ژر خبریږي، خو له دې سره سره یو شمېر عام خلک له هغو کسانو نه شکایت کوي، چې د موبایل په سمه کارونه نه پوهیږي، وخت ناوخت زنګ وهي، ځان نه ورپیژني، بس په کیسو پیل وکړي، په دې ډول هم خپل او هم د مقابل لوري وخت ضایع کوي.

ځینې وخت بیا خپلوان له دې نه خوند اخلي، چې خپل دوست وځوروي زنګ ورته وهي کورنۍ شخصي کیسي کوي، خو خپل نوم نه ورته اخلي.

د روانشناسانو په خبره انسانان تل په نارمل حالت کې نه وي، کله یې فکر پریشانه وي نو په داسې وخت کې هم مقابل لوري له خبرو یا شمیرې نه نشي پیژاندی، نو ځکه ضرور ده چې په پیل کې ځان معرفي کړي.

په موبایل کې د خبرو کولو یو بل مزاحمت د شپې ناوخته زنګ وهل دي، په دې ډول ځینې کسان خپل دوست له خوبه باسي.

لیکونکي: فرشته مرسل


هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:23 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG