د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

د افغان لانجې سوله ييز حل ممکن دى؟

په وروستیو ورځو کې یو ځل بيا د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل په باب بحثونه تاوده شوي دي. تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر لوی مرستیال فهیم قسیم وویل چې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره پکار ده چې هغوی په قدرت کې شامل کړای شي.

ده وویل چې باید ټولې ډلې یو بل وزغمي او دا فکر له سره لېري کړي چې په زور به بله وځپي.

د ښاغلي فهیم له څرګندونو وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او امریکا د جګپوړو دیپلوماتانو په خبرو کې په دې موافقه وشوه چې په ګډه به کار کوي چې له تور لیسته د طالبانو د مشرانو نومونه وایستل شي.

دوی دغه راز وویل چې یو کاري ګروپ به جوړ کړي چې د هغو طالبانو لپاره د سفر تضمین برابر کړي چې د سولې په خبرو کې ګډون کوي. دا کار به مرسته وکړي چې د طالبانو مرکچیان بې له دې چې ونیول شي افغانستان او نورو سیمو ته خوندي سفر وکړي.

په همدې حال کې داسي ناتایید شوي راپورونه هم شته چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ بیا خبرې پیل شوي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:30 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:29 0:00
مستقیم لېنک

د سولې د عالي شورا غړی او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو یو وکیل مولوي شهزاده شاهد
د افغانستان د ملي جبهې ویندوی فیض الله ذکي
اود نړیوالو اړیکو کارپوه عمر شریفي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG