د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

ځوانان کوم بوټونه خوښوي؟

دا دعا به کوو چې لوی مو کړې، لويي رامه کړې.ځکه چې لويي يوازې د خدای له شان سره ښايي. راځو د قد یا د ونې لوړوالي او ټيټ والي ته، ځينې ځوانان په ځانګړي ډول ځينې نجونې چې له ونې ټيټې وي، نو د جګو پوندو بوټان په پښوکوي،چې يو څه دنګې مالومې شي، خو ځينې به یې ښايي د موډ او فیشن لپاره هم په پښو کوي، له طبي اړخه د جګو پوندو بوټان په پښو کول وجود ته ځينې زیانونه رسوي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک

که څه هم دا د انسان فطري غوښتنه ده، چې څه یې په لاس کې نه وي، هغه غواړي... همدا راز هر انسان غواړي چې ښایسته ښکاره شي، خو ځینې کسان که صحت یې له ګواښ سره هم مخ وي، د ښایسته ښکاریدلو لپاره هڅې کوي. دنګه ونه هم د ښکلا یوه نخښه ګڼل کيږي، خو چې څوک له ونې ټيټ وي، په ځانګړي ډول نجونې نو بیا د جګو پوندو بوټان په پښو کوي، سودابا د کابل ښار اوسیدونکې پيغله ده، هغه وايي چې دا ډول بوټان ځینو محفلونو او کله کله یې پوهنتون ته هم په پښو کوي، ځکه چې ځان ورته پکې ښکلی او دنګ ښکاري.خو هیله د کابل د طب پوهنتون زده کوونکې وايي چې که غواړو زړه مو ارامه واوسي، باید راحت بوټان په پښو شي، هغه پخپله له ځينو محفلونو پرته د جګو پوندو بوټان نه په پښو کوي

مريم پوپل هم د هیلې له خبرو سره جوړه ده، خو دا ګیله هم کوي، چې که یو نيم ځل یې په پښو هم کړي، نو ځینې روغتیايي ستونځې ورته پيدا کوي او دا هم وايي چې تر فیشن خپله روغتیا ډیره مهمه ده

د جګو پوندو بوټان داسې جوړ شوي وي، چې د پښې پنجه په ډیر کم ځای کې قید کيږي، چې له امله یې د پښې واړه ګوتې سم حرکت نشي کولی، د کابل د سردارمحمد داوود خان روغتون د اورتوپيدي برخې متخصص ډاکټر محمد اسماعيل وردګ زیاتوي چې په دا ډول بوټانو کې د قدم ټاکل شوي مراحل نه ترسره کيږي، نو ځکه که چیرې د جګو پوندو بوټان د ډیر وخت لپاره په پښو شي، د انسان د وجود ځینې عضلات تر فشار لاندې راولي، چې د دې ستونځې د مخنيوي لاره د ارامه او ټيټو بوټانو په پښو کول دي


* * *
که لوړ قد د ښکلا یوه نخښه ګڼو، نو دا هم باید ومنو چې باطني ښکلا نه په لوړ قد پورې تړلې او نه هم د څېرې په ظاهري ښکلا پورې. د چا چې زړه ښکلی وي هماغه تر هر چا ښکلی دی او دنګ دی. استاد الفت ویلي وو چې:
بې حسابه څاڅکي توی پـــــه بحــــــرو بر شـــي
لــــه لکــــــونـــــو کـــــــروړونو یو ګو هر شـــــــي

عالمــــونه پیــــــداکیــــــږي بـــــې حســــــابــــــه
په دنیا کې دڅو تنــــو تــــاج پـــــه ســــــرشــــــي

په ریښتیا هم تاج د هر چا نه په سر کيږي، بلکې د دستار سړي په شمار وي... سږ کال د کانکور په ازموينه کې ۱۵۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی و، چې له ډلې یې يوازې ۳۵ زره زده کوونکي بیلا بیلو پوهنتونونو ته بریالي شول، خو د دغو ټولو په منځ کې چې چا ته د تر ټولو لوړو نمرو اخيستلو یاني د اول نمرګۍ تاج ورپه سر شو، هغه د مزار شريف له سلطان غیاث الدین ليسې څخه فارغ سردار رضايي دی. کورنۍ یې ډیره غریبه ده، خو له ده یې مزدوري نده غوښتې چې هغوی ته ډوډۍ پيدا کړي، بلکې غوښتل یې چې دی درس ووايي او لوی سړی شي،ټولې سختۍ او درانه کارونه یې مشر ورور پخپله وزغمل خو په واړه ورور یې يوازې ښه زده کړه پيرزو کړه.

بریاليتوب چا ته په ځولۍ کې نه وراچول کيږي، پخپله باید هغه ته د رسیدو لپاره په ازغنو لارو مزل وشي،په کنډو کپرو او لوړو ژورو باندې یبله پښې تګ غواړي، خولۍ تویول غواړي او شپې سبا کول غواړي. سردار رضايي له اول ټولګي راهيسې له ساینسي مضامینو سره جوړه وه، وروسته له نهم ټولګي په لومړۍ درجه وړاندې راغی. هر څوک به زده کړه کوي، خو ده کومه لاره خپله کړې وه، چې تر دې ځایه راورسيد، دی وايي چې د درسونو لپاره مې يو ځانګړی مهال ویش جوړ کړی و، چې کوم وخت باید کوم درسونه ولولم. دی وايي چې د ازموینې پایلو ته مې په ډیره بې صبرۍ ورځې شمېرلې، خو د خپلو زحمتونو میوه دومره خوږه راپه برخه شوه، چې ما یې په اړه فکر نه و کړی.

ښايي ځينې ځوانان له خپلې کورنۍ په دې ګیله من واوسي، چې کافي پیسې نه ورکوي، چې کورسونه ووايي، خو سردار رضايي چې د خپلې ډیرې فقیرې کورنۍ يواځينې باسواده کس دی، هيڅ کله یې له چا ګیله نده کړې، دی وايي چې د خپلې کورنۍ په مرسته د کابل تر طب پوهنځي رارسیدلی یم، له ماشومتوبه مې له طب پوهنځي سره مخه وه او غوښتل مې په هیواد کې مو پوهه او مسلکي ډاکټران واوسي.اوس یې چې سپينه چپن په تن وي، داسې ورته ښکاري لکه د دنیا ټولې خوشالۍ یې چې په اوږو ناستې وي.

رضايي هغو ځوانانو ته چې غواړي د ده په څیر د کامیابۍ تر هسکو څوکو ورسيږي، خو درس یې سم نه زده کيږي، وايي چې که چیرې دوی هر سهار د قران شریف تلاوت وکړي، نو درس به یې ډیر ښه زده کيږي او درک به یې هم ښه وي.

د سردار رضايي چې کله سپينه چپن په غاړه وي، نو د ډیر ستر مسوليت احساس کوی، ځکه غواړي چې یوه ورځ به د کابل له طب پوهنځي څخه هم په لوړه درجه فارغ شي، له همدې لارې خپلې کورنۍ او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي. دا هېواد د رضايي په څیر ځوانانو ته اړتیا لري، که اراده پخه وي او يو څوک ټینګ عزم او حوصله ولري، نو تر دې هم وړاندې تلی شي او د خپل هیواد د درد دوا کیدلی شي.

تاندې څانګې د ځوانانو ځانګړې خپرونه ده، چې نورګل شفق یې چمتو کوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG