د ګردېز د ملکي روغتون مسوولين، په دې ولايت کې د ترافيکي پېښو د ډېرېدو له امله اندېښمن دي او په ترافيکي پېښو کې د ژوبلو کسانو د تخصصي تداوی په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي خبره کوي.
د ياد روغتون سرطبيب ډاکټر حيا ګل پکتين وايي چې د تېر ۱۳۹۰ لمريز کال په اوږدو کې په پکتيا کې د جګړې د قربانيانو پر تله د ترافيکې پېښو د قربانيانو شمېر زيات و او د ۱۳۹۱ کال په رادبره کېدو سره هم د ترافيکي پېښو په شمېر کې د زياتوالي تاييد کوي.
ډاکټر پکتين وايي: د ترافيکي پېښو هغه ټپيان چې عصبي ټکان يې خوړلی وی او يا يې غوږ، پوزې او سترګو ته صدمه رسېدلې وي؛ د عصبي جراحي او نورو تخصصي څانګو د نشتوالي له امله يې مرکز کابل ته لېږي او نوموړی دا يوه لويه ستونځه ګڼي.
لمر نيازي له ډاکټر پکتين سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې د تېر کال په ترڅ کې د ترافيکي پېښو د قربانيانو د شمېر په اړه پوښتلي.