اوبه د ژوندیو موجوداتو د ژوند د پایښت لپاره تر ټولو مهم عنصر دی، اوبه د ځمکو د کرلو، د انرژي د تولیدولو او داسې نورو لپاره لومړنۍ اړتیا ګڼل کیږي.
که چیرې اوبه نه وي یا هم له ضرورت نه کمې شي نو دا ویلای شو، چې انساني ژوند پر مخ نشي تللای.
تجربو ښودلې، چې د اوبو د کمیدلو لاملونه ډیر دي، خو یو علت یې په خپله د خلکو بې پروایی چې د اوبو د مصرف په وخت یې کوي کیدلای شي.
په زیاتره ښاري سیمو کې د اوبو د نلونو شیردانونه خلاص وي، یا هم د کور خلک دومره اوبه له نل نه اخلي چې پکار یې نه وي.
ننګرهار چې د افغانستان له ګرمو ولایاتو څخه دی، د ګرمۍ له وجې اوبه ډیرې پکار کیږي، خو که چیرې له ضرورت سره سره بې پروایی هم وشي نو ډیر امکان لري چې بیا به د څښلو اوبه هم نه پیدا کیږي.
لیکونکې فرشته مرسل