د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۹

د نړۍ مشرانو له سوريې وغوښتل چې د اوربند په ټينګښت کې مرسته وکړي


د نړۍ مشرانو له سوريې وغوښتل چې د ملګرو ملتو په ملاتړ د سولې پلان بشپړ تطبیق کړي او سر له پنجشنبې پیل شوی اوربند مات نه کړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي په ټیلفون خبرې وکړې او له سوریې یې وغوښتل چې د کوفي انان د سولې شپږ مادو ته باید غاړه کیږدي.

په ملګرو ملتو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین وویل، ماسکو هم غواړي چې اوربند ټینګ شي. په ملګرو ملتو کې د چین استازي لي باودونګ هم په سوریې کې د سولې د پلان بشپړ ملاتړ وکړ او ویې ویل، د مشق باید له ګڼ میشتو ښارونو خپل ځواکونه وباسي.

بل لوري ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په سوریې کې اوربند لومړی ګام یاد کړ او ویې ویل چې د بشار الاسد رژیم باید سیاسي انتقال ته مخه کړي.

په جینوا کې د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون له اوربنده وروسته وویل، داسې ښکارې چې اوربند روان دی خو ده د سوریې پر حکومت غږ وکړ چې خپله ژمنه د اوربند په برخه کې پرځای کړي:

« تر دې شیبې پورې، داسې ښکارې چې وضعیت ارامه دی. موږ حالات له ډير نژدې څارو. نړۍ یې ویني، همداراز شکمنې سترګې یې څارې، ځکه چې مخکې ډيرې ژمنې د سوریې حکومت کړې وې چې لاهم نه دې پرځای شوې»

دمشق وویل چې د سولې د پلان بشپړ ملاتړ کوي خو مخالف یاغیان یې تورن کړل چې له اوربنده سرغړونه کوي.
XS
SM
MD
LG