د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

زه ولې د بلوچستان ملاتړ کوم؟


دانا رورابکر
دانا رورابکر
انډپنډنټ:

د بريتانيا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې هند ته د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د پروني سفر په اړه يو مطلب چاپ کړى، په يوه برخه کې يې راغلي:

دا په تېرو اوو کلونو کې لومړى ځل دى چې د پاکستان يو ولسمشر هند ته سفر کوي.

د انډپنډنټ په باور، دا سفر څرګندوي چې دواړو هېوادونو خپله دښمني څنډې ته پرېښې، هغه دښمني چې په ٢٠٠٨م کال کې پر ممبۍ ښار تر بريدونو وروسته ډېره شديده شوه.

ورځپاڼه ليکي، هندي چارواکو وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ټولو پرتو لانجو به بحث وشي.

واشنګټن پوسټ:

زه ولې د بلوچستان ملاتړ کوم؟ دا د امريکا د جمهوريت غوښتونکي سناتور دانا رورابکر د ليکنې سرليک دى، چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې چاپ شوې ده.

رورابکر ليکي:

تېر کال چې مې د بلوچستان د خلکو د خپلواکۍ د حق ورکولو پرېکړه ليک معرفي کړ، له هغې ورځې بېلابېلې غوغاوې جوړې شوې.

دغه امريکايي سناتور ليکلي، دغه پرېکړه ليک يې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو د فرعي کمېټې تر استماعيه غونډې وروسته برابر کړى دى. په دې مسوده کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا له بشري حقونو د سرغړونو په باب شواهد وړاندې شوي دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت، د بخښې نړيوال سازمان او د بشري حقونو ډلو د محاکمو له چوکاټه دباندې د پاکستاني چارواکو له خوا د خلکو وژنې، اختطافونه، د دوى ورکېدل، بندي کېدل او غيرقانوني شکنجې تاييد کړي او غندلي دي.

رورابکر په خپله ليکنه کې زياتوي، ځينې کسان ادعا کوي چې د دې موضوع له طرحې سره زما تمايل، ګواکې د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکو ته زيان اړولى دى.

واشنګټن پوسټ ليکلي، بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوى ايالت دى، چې د سرو زرو، ګازو، يورانيمو او مسو غني کانونه او زېرمې لري، چې تل د اسلام اباد د واکمن حکومت په ګټه استخراجېږي، خو خپله بلوڅان ډېر نېستمن دي.

رورابکر په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د خپلې مقالې په پاى کې زياتوي، د خپل پرېکړه ليک له کبله هېڅکله بخښنه نه غواړي. هغه ويلي دغه پرېکړه ليک د هغو خلکو ملاتړ کوي چې حقونه يې د پاکستان د حکومت له خوا تر پښو لاندې شوي، هغه حکومت چې د رورابکر په وينا د امريکا له باور څخه يې ناوړه استفاده کړې ده.
XS
SM
MD
LG