د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

حسين: د ادبياتو يوه دنده ټولنيزه اصلاح ده


خادم حسين
خادم حسين
پيښور نن په دویمه ورځ د نړیوال پښتنو کنفرانس کوربه دی. دغه نړیوال پښتو ادبي کنفرانس چې د پښتو ادبي چمن ټل نومي ټولنې په نوښت جوړ شوی تر پرون د جمعې په ورځ پيل شو او نن به هم دوام وکړي.

دې کنفرانس ته د پاکستان له بیلابیلو ښاري او قبائلي سیمو او همداشان له افغانستان او نورې نړۍ نه ګڼ شمیر ادیبان، لیکوال و شاعران راغلي دي.

په دې کنفرانس کې د پاکستان له بیلابیلو سیمو، افغانستان، عربي او شمیر نورو هیوادونو نه راغلیو ګڼ شمیر قلموالو د پښتو ژبې او ادب ترڅنګ پښتنو ته د ورپيښو ستونزو په باب ویناوې وکړې.

که څه هم دا دوه ورځنی کنفرانس ادبي بڼه لري، خو دا چې دغسې کنفرانسونه او غونډې په سیمه کې د د ترهګرۍ او نا امنیو په له منځه وړلو او د سولې په ټينګښت کې څه کردار ترسره کولی شي؟

په پيښور کې د ازادي راډیو خبريال په دې هکله د سیاسي چارو له کارپوه خادم حسین سره لنډه مرکه کړې.
اوریدو ته مو را بولو :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG