افغان چارواکي وايي، چې په تیرو لسو کلونو کې ایټالیا د خپلو مرستو ډیره برخه د سړکونو په جوړولو لګولې ده.
د همدې مرستو په دوام د ایټالیا په ۱۲ میلیونه یورو مرستې سره د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې هم له ۳۵ کیلومترو ډیر سړک جوړیږي.
د ایټالیا په مرسته په شینډنډ کې د دولس کیلومتره سړک د جوړیدو کار له پخوا پیل شوی دی او د دې پروژې د دویمې برخې د کار قرارداد د سې شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.
د ایټالیا سفیر ″لوچانو پټزوټي″ وویل، چې د هیواد د مرستو ډیره برخه یې په افغانستان کې په سړکونو لګیدلې ده:
″سرکونه خلک سره یو ځای کوي او سوداګرۍ ته پراختیا ورکوي. سرکونه، د اورګاډي پټلۍ او مخابرات ستاسو د راتلونکې یوه مهمه برخه ده. له همدې امله زموږ د مرستو یوه لویه برخه د سرکونو بیارغونې او جوړیدو ته ځانګړې شوې ده.″
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، چې د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د سړکونو د پخولو د پروژې د لومړۍ برخې کار د اوو میاشتو راهیسې پیل شوي؛ چې ټاکل شوې په دوو کلونو کې پای ته ورسیږي.
د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن د سړکونو په پخولو کې د ایټالیا مرسته مهمه وبلله او د دوام هیله یې څرګنده کړه:
″په اساسي او پاخه ډول د یولس عشاریه نه کیلومتره سړک او د پنځو نورو کیلومترو سړک د جوړیدو کار اوس دوام لري او د دریمې برخې یې چې لس کیلومتره کیږي، تدارکي پروسه وروسته له دې پیلیږي.
زه هیله من یم، چې په یادو شویو پیسو به د دې پاتې سړک کار هم ژر تر ژره پیل شي، د فواید عامې وزارت تمه لري، چې د ایټالیا د دولت له خوا په نورو برخو کې هم له موږ سره مرستې دوام پيدا کړي.″
ښاغلي اوژن وویل، چې ایټالیا په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د سړکونو په جوړولو کې له ۲۵۰ ملیونو ډالر ډيره مرسته کړې.
دا مهال له میدان دردګو نه د بامیانو تر اونۍ کوتله پورې د غځیدلي سړک د پخیدو کار هم چې ۱۳۵ کیلومتره کیږي، د ایټالیا د ۱۳۰ ملیونو ډالرو مرستې سره دوام لري.
په کابل کې د ایټالیا سفیر وویل، چې دا سړک پنځوس کیلومتره پوخ شوی دی او له ۲۰۱۴ کال نه مخکې به ټول پوخ شي.
د دې سړکونو د پخیدو کار په داسې حال کې دوام لري، چې په افغانستان کې د سړکونو د جوړیدو د کیفیت په اړه اندیښنې موجودې دي.
خلک له دولته او یا هم مرسته کوونکي ادارې غواړي، چې د هغو شرکتونو په کار سمه څارنه وکړي چې سړکونه جوړوي.
راپور: احمد زبیر ژمن