د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

تریخ چلند د ګټې پر ځای تاوان لري


په تیرو زمانوکې تصورکیده چې وهل ټکول به د اولاد له سمې روزنې سره مرسته وکړي ، پخوانیو متل کړی چې وایی ، چیرته ډب ، هلته ادب ، خو اوس علم او تجربو ثابته کړې چې له ماشومانو او تنکیوځوامانوسره د مور پلار، ښوونکی یا بل چا تریخ چلند د ګټې په ځای تاوان لري .

له تنکیو ځوانانوسره تریخ چلند کله ناکله په هغوی دومره بد اثر کوي چې آن ځان وژني .

که د نویو ځوانانوخبرې واوریدل شي نه یوازې دا امکان شته چې ډیر ښه نظریات به ولري ، بلکې د هغوی د ذهنی ودې او د شخصیت په لا ښه ځلیدا کې به یې مرسته کړي وي .

د وردګو اوسیدونکی نقیب احمد چې یو پلار دئ وایی هیڅکله له خپلو اولادونه سره داسې چلند نکوي چې هغوی ورنه زړه توري شي ، خبرې اوري ، او ستونزې یې په ګډه حلوي .

د پوهنې د وزارت له ویاند امان اله ایمان سره موپه ښونځیوکې له نویوځوانانوسره د ښوونکولخوا د تاوتریخوالی موضوع شریکه کړی ، هغه هم دا مني چې په ځینوښوونځیوکې زده کونکی وهل کیږي .


لیکونکې فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:17 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG