د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۳

لوړو زده کړوته په کانکور کې بریالي کېدل د هرځوان هیله ده

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ تعلیمي کال ته زیاتو نجونو په کانکور ازموینه کې ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت له معلوماتو سره سم په دې کانکور ازموینه کې کابو یو سلو اته څلویښت زره کسانو ګډون کړی وو چې څه دپاسه یو څلویښت زره یې نجونې وې.

د همدې کانکور ازموینې له لارې سږ کال د لوړو زده کړو موسساتو ته کابو نهه دېرش زره ځوانان بریالي شوي چې شاوخوا اته زره یې نجونې دي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظیم نوربخش وایي، چې د ۱۳۹۱ کال لپاره په کانکور ازموینه کې په ځینو ولایتونو کې د لومړي ځل لپاره نجونو ونډه واخیسته.

دی زیاتوي سره له دې چې تر اوسه یې هم په ځینو ولایتونو کې د کانکور په ازموینه کې هیڅ ښځینه ګډونکوونکې نه لرلې، خو له مرکز پرته په نورو ولایتونو کې هم د ښځینه ګډونکوونکو شمېر زیات شوی وو .

هر کال د افغانستان په جګړه ځپلو ولایتونو کې چې د زده کړو ډېر لږ شرایط ورته برابر دي ګڼ ځوانان د کانکور په ازموینه کې پاتې راځي او نشي کولای د لوړو زده کړو موسسو ته شامل شي، چې په دې ډله کې ځينې نجونې هم شاملې دي.

د کابل اوسېدونکې برېښنا په لرې پرتو ولایتونو کې ښځینه کادرونو ته د اړتیا لپاره غواړي، چې د دغو سیمو ښځینه زده کوونکو ته د لوړو زده کړو موسسو ته د شاملېدو امتیاز ورکړل شي .

تېر کال د لوړو زده کړو وزارت په شپاړلسو وروسته پاتو ولایتونو کې چې د لوړو زده کړو د بریالي شویو ځوانانو شمېر په کې ډېر لږ وو د شلو نمرو مرستې یو امتیازي پروګرام درلود.

د لوړو زده وزیرعبید الله عبید وایي، چې سږ کال هم په پوهنتونونو کې د وروسته پاتې ولایتونو د ښځینه زده کوونکو د ونډې د زیاتولو لپاره د داسې امتیازي پروګرام د پلي کولو نیت لري:

( په هغو ولایتونو کې چې له سلو نجونو لږې زده کوونکې په کانکور ازموینه کې پوهنتونونو ته بریالۍ شوي وي له بې نتیجې نجونو سره پنځلس نمرې مرسته کېږي او په اړوند یا ګاونډي ولایت کې له شته هر پوهنځي سره یې چې نمرې برابرې شوې ور معرفي کېږي.

البته دغه امتیاز یوازې ښځینه زده کوونکو لپاره دی، زموږ د کتنو له مخې په شلو ولایتونو کې باید دغه امتیازي پروګرام پلي شي.)


د لوړو زده کړو لپاره په کانکور ازموینه کې بریالي کېدل د هر ځوان هیله ده.

د کابل اوسېدونکې وړانګه چې خپل لومړي انتخاب ته بریالۍ شوې ډېره خوشاله ده او دا بریا د خپلو هڅو او زحمتونو نتیجه ګڼي.

که له یوې خوا ګڼې نجونې له خپلې بریا خوشاله دي له بلې خوا ډېرې نجونې شکایت لري چې په کانکور ازموینه کې درغلي شوې او د ازموینې له نتیجو نا خوښه ښکاري:

(نوم مې ارزو ده، دا مې دوهم کال دی چې کانکور ازموینه کې ګډون کوم، ساینس پوهنځي ته کامیابه شوې یم خو ستونزه مې دا ده چې په خپلو نمرو قناعت نه لرم، ځکه زیاتې پوښتنې مې حل کړې وې مګر نمرې مې خوړل شوي او خپل لومړي انتخاب ته چې طب وو نه یم بریالۍ شوې.

په کانکور کې واسطۍ او پیسې چلېږي څوک چې واسطه لري په سپینه پاڼه په طب کې کېني.)

لکه څنګه مو چې واورېدل ګڼ ځوانان د کانکور له پایلو نا خوښه دي خو ښاغلي نور بخش د کانکور د ازموینې پروسه کاملا شفافه ګڼي .

هر کال د لوړو زده کړو وزارت ته ځينې هېوادونه یو شمېر بورسونه ورکوي چې ګڼ ځوانان د ماسترۍ او لیسانس دورې زده کړو لپاره بهر ځي ښاغلي نور بخش وایي چې د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو په لایحه کې هم نجونو ته خاصه پاملرنه کړې او په سلو کې دېرش بورسونه یې نجونو ته بیل کړي دي.
...................................


نیمروز د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې لرې پروت سرحدي ولایت دی چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري.

شاه ګل ګلزاده حق دوست د همدغه لرې پراته ولایت یوه فعاله ښځه ده چې ډېر عمر یې نیمروزي ښځو سره روغتیايي او حقوقي مرستې کړي.

مېرمن ګلزاده د ښوونځي زده کړې په نیمروز او فراه کې تر سره کړي.

دوه لسیزې مخکې په نیمروز کې د ښځو د چارو امره وه چې د خپل ښه فعالیت له امله یې د سرو زرو مډال اخیستی. وروسته یې بیا په نیمروز کې د نرسنګ زده کړې کړي او ان د طالبانو په دوره کې یې په سیمه ییزو کلینیکونو کې د ښځو درملنه کړې ده، روغتیایي مبلغه پاتې شوې او د ښځو د پراختیایي شورا ګانو مشري یې کړې.

د دې کارونو تر څنګ مېرمن شاه ګل شاعره ده او د ورکې مرغلرې په نامه یې یوه ټولګه چاپ شوې او په دوهمه یې کار روان دی.

مېرمن ګلزاده دمګړۍ د نیمروز د سولې د شورا غړې ده او په وروستیو دوو کلونوکې یې یوه ټولنه جوړه کړې چې د ښځو فرهنګي او پرمختیایي ټولنه نومېږي.

د نیمروز ولایت د ښځو پرمختیایي او فرهنګي ټولنه یوه درې میاشتنۍ مجله هم خپروي چې غوړېدلې غوټۍ نومېږي.

مېرمن ګلزاده وایي چې دا مجله یې د ښځو او نجونو د هنري او ادبي استعدادونو د غوړولو دغه راز د نیمروزي ښځو د ستونزو او بریاوو د را څرګندولو لپاره خپره کړه.

مېرمن ګلزاده مو د نیمروزي ښځو د وضیعت په اړه وپوښتله.
مېرمن ګلزاده وایي چې په نیمروز ولایت کې د شاوخوا ولایتونو په پرتله ښځې په تعلیمي او ټولنیزه برخه کې ډېرې فعالې دي.

مېرمن ګلزاده وایي چې په نیمروز ولایت کې د ښځو د پرمختګونو تر څنګ د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ناوړه دود دستور له امله له روانو زورزیاتیو او ستونزو هم سترګې نشي پټولای.

مېرمن ګلزاده د یادو مسولیتونو تر څنګ د جرګو مرکو مېرمن هم ده، ډېر وخت خلک خپلې کورنۍ شخړې او لانجې چې نه غواړي رسمي ادارو ته ورسېږي د مېرمن ګلزاده په سلا مشورو حلوي .

مېرمن ګلزاده وایي چې په نیمروز کې دمګړۍ د دولتي ښوونځيو تر څنګ ګڼ شخصي ښوونځي او یو شخصي پوهنتون فعالیت کوي چې ګڼې نجونې پکې زده کړې کوي. دا وایي چې د دوی او د نیمروز ولایت وکیلانې هڅې کوي چې په دې ولایت کې د لوړو زده کړو دولتي موسسې هم فعالې شي.

مېرمن ګلزاده اوس هم د نیمروزي ښځو اړتیاوې ډېرې زیاتې ښیي او د دولت د پاملرنې غوښتونکې ده.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سه شنبې په ورځو خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:17 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG