د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۵۳

په پسرلي کې میلې او بنډارونه

ځینې میرمنې هوټلدارۍ ته مخه کړې.

په افغانستان کې د رسټورانټ دارۍ او هوټلدارۍ له پیله تر اوسه دغه کار نارینه وو پر مخ وړی، خو په دې وروستیو کې لکه څنګه چې افغان ښځې توانېدلي په ډېرو برخو کې خپلې وړتیا وې وښیي نو هوټلدارۍ ته یې هم مخه کړې.

همیشه بهار د کابل په شهرارا بڼ کې د هغه رستورانت نوم دی، چې هوټلدارانې، پخونکې او ګارسونانې یې ټولې ښځې دي.

د همیشه بهار رستورانت په مینو کې د یو پنځوس ډوله وطني او بهرنیو خوړو نومونه شته، چې د خلکو له فرمایش سره یې ورته برابروي، له بڼ نه بهر یې لېږي او ګنې ښځې یې د دغه رستورانت په سالون کې خوري.

د کندهار یوه اوسېدونکې چې شهر ارا بڼ ته له خپلو لوڼو او ننګیندو سره د میلې لپاره راغلې او په همیشه بهار رستورانت کې یې ډوډۍ خوړله وایي، په کور کې هره ورځ له پخلي کولو په تنګ شوي، خوند ورکوي چې یوه ورځ له کوره بهر په تیاره ډوډۍ وخوري.

په پسرلي کې د خلکو زړونه میلو ته وشي:

د پسرلي لومړۍ شپې ورځې کله چې هوا څه نا څه توده شي، ونې له ژمني خوبه راویښې او ځمکه زرغونېدو ته خپله غېږه پرانیزي نو د خلکو زړونه هم میلو ته وشي، چې له کوره لرې په ازاده فضا کې وخت تېر کړي.

په دې وخت کې خلک باغونو، ساراوو او میله ځایونو ته ځي او په اصطلاح سبزې لغتوي، په تېره ښځې دغه رسم ډېر پالي دوي وایي، چې که د کال د سر په ورځو کې میلو ته لاړې نشي او دغه ورځې په خوشالۍ تېرې نه کړي نو ټول کال به په کور ایسارې او خپه وي.

په دې وروستیو کلونو کې که له یوې خوا ښځو ته د میلو زمینه برابره شوې، دوي ته ځانګړي باغونه جوړ شوي او کولای شي په میلو او ساعتیرۍ ووځي نو د همدې میلو له برکته یو شمېر نورو ښځو او نجونو ته د ځينو نویو کارونو د پیدا کېدو زمینه هم برابره شوې ده.

نیلاب هغه پیغله ده، چې له خپلې خور سره د کابل په شهر ارا بڼ کې د میلو په ورځو ښځو او نجونو ته په ډېر ظرافت نکریزي پورې کوي. نیلاب وایي چې په هندوستان او پاکستان کې ډېرې ښځې دا کار کوي خو په افغانستان کې دې کار ته تر اوسه دومره د چا پام نه دی شوی.


نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:48 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG