د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

فراه ولايت


دا لړۍ مو فراه ولایت ته رارسولې. ورپسې هلمند، اورزګان، کندهار، ته ځو او تر کونړ او نورستانه یې رسوو.

فراه څه باندې اته څلوېښت زره کیلومتر مربع مساحت لري چې د جنوبي کوریا د مساحت نیمايي ته رسېږي. د دې ولایت مرکز هم فراه نومېږي، بکواه، انار دره، بالابلوک، ګلستان، خاک سفید، لاش و جوین، پُرچمن، پشت رود، قلعه کاه او شیب کوه یې ولسوالۍ دي.

په انګلیسي ویکي پیډیا کې د فراه نفوس څه باندې نهه لکه ښوول شوی چې په سلو کې تر اتیا زیات یې په خټه پښتانه دي خو د دې ولایت نیمايي اوسېدونکي په دري ژبه ږغېږي.

فراه په شمال کې له هرات، په جنوب کې له نیمروز، په ختیځ کې له غور، په جنوب ختیځ کې له هلمند او په لوېدیځ کې له ایران سره پوله لري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:24:11 0:00
مستقیم لېنک


د فراه په اړه نور مالومات به د دغه ولایت د والي له مرستیال محمد یونس رسولي څخه واورو.

ښاغلی رسولي نن زموږ مېلمه دی
XS
SM
MD
LG