د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

خلک:د سمو نیالګیو پیژندل سخت دي


ډیرکسان له دې نه شکایت کوي، چې زیار باسي، پیسې مصرفوي، نیالګي ږدي هغه نه شنه کیږي بیرته وچ شي.

د کرنې د وزارت کارکونکې هم وایي، چې تیر کال دوي ته ګڼ شمېر بزګران راتلل او د خپلو نیالګیود وچیدلو ستونزه یې ورسره شریکو له ځکه خو دې وزارت سږ کال ځینې تدابیر مخکې له مخکې نه نیولي دي.

هغه کسان چې نیالګي له بازار نه اخلي وایي، نن سبا د سمو نیالګیو پیژندل ډیر سخت کار دی، ځکه ځینې د نیالګیو پلورونکي رښتیا نه وایي، هغه نیالګي خرڅوي چې مخکې له کیښودلونه وچ وي.

که د نیالګیو خرڅونکي وچ نیالګي خرڅ کړي نو خپل اعتبار له لاسه ورکوي.

د نیالګیو د وچیدلو په هکله مجید قرار وایي، ډیری هغه نیالګي نه شنه کیږي، چې له بل هېواد نه راوړل شوي وي او هغه نیالګي چې د کرنې وزارت نه وي تصدیق کړي ممکن ښه نتیجه ورنه کړي.

ډیر کسان بیا د نیالګیو د اخیستلو په وخت پوره پوښتنې کوي بیا نیالګي اخلي ځکه پوهیږي چې که داسې ونه کړي هم یې پیسې بې ځایه مصرفیږي او هم نیالګي نتیجه نه ورکوي.

د کرنې وزارت په باور هغه وخت د بزګرانو خواري او زیار ځای نیسي چې دوي د نیالګیو د انتخاب او کیښودلو په اړه پوهه ولري.

لیکونکې-فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:03 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG